Fazail e Bait ul ALLAH

Book Name:Fazail e Bait ul ALLAH

الـمعمُور وئيلے شي بيا الله پاک څه فرښتے زمکې ته را اوليږلې او حکم ئې اوکړو چې په زمکه باندې د بيتُ الـمعمُور په شان او هم دغه همره  کور جوړ کړئ بيا چې کله دا کور جوړ شو نو الله پاک د زمکې مخلوق ته حکم اوکړو: لکه څنګه چې آسمان والا د بيتُ الـمعمُور طواف کوي، تاسو د دې کور طواف کوئ!! ([1])

د يو روايت مطابق د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام  د پيدا کيدو نه 2 زره کاله مخکښې، د بيتُ الـمعمُور بالکل په سَمي کښې فرښتو د کعبے شريفې عمارت جوړ کړو، دا په پيمائش کښې د بيتُ الـمعمُور برابره وه، هغه وخت خو به د کعبے شريفې طواف صرف د زمکې فرښتو کولو خو د دې حج به د زمکې او آسمان ټولو فرښتو کولو ([2])

د طواف په فضائلو يو څو حديثونه

(1) حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي چې ما د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه واوريدل: چا چې په شميرلو سره د طواف 7 چکرې اولګولې او بيا ئې دوه رکعتونه ادا کړل نو دا د يو غلام آزادولو برابر دي او د طواف کولو په وخت د انسان د هر قدم په بدله کښې د هغه د پاره 10 نيکئ ليکلے کيږي او د هغه 10 ګناهونه ورانولے کيږي او 10 درجے ئې اوچتولے کيږي ([3])

(2) مکي مدني سرکار، د دواړو جهانونو مالک او مختار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي:


 

 



[1]... اخبارِ مکہ للازرقی ، ذکر بناء الملائکۃ الکعبۃ ، جز:1 ، صفحہ:27 -29 ۔

[2]... تفسیرِ خازن، پارہ:4 ، آلِ عمران ، زیرِ آیت:96 ، جلد:1 ، صفحہ:271۔

[3]... مسندِ امام احمد ، جلد:3 ، صفحہ:7 ، حدیث:4555۔