Book Name:Fazail e Bait ul ALLAH
السَّلَام ) نه ډير ګران دے ([1])
د محشر په ميدان کښې د لَبَّيک اَللّٰهُمَّ لَبَّيک آوازونه
حضرت وَهب بن مُنَبِّه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: تورات شريف (کوم چې آسماني کتاب دے، په حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام باندې نازل شو، په دې کتاب) کښې ليکلي دي: الله پاک به د قيامت په ورځ خپلو 7 لاکهه مُقَرَّبو فرښتو ته د سرو زرو زنځيرونه عطا کوي او حکم به ورته کوي چې کعبه شريفه په دې زنځيرونو کښې [تړلې] د حشر ميدان ته راولئ! فرښتے به لاړې شي، د سرو زرو په هغه زنځيرونو به کعبه شريفه اوتړي، بيا به يوه فرښته آواز کوي: اے کعبے! روانه شه!! کعبه شريفه به وائي: زه به نه ځم تر څو پورې چې زما سوال پوره نه شي د آسمان له طرفه به يوه فرښته آواز کوي: اے کعبے! سوال کوه ستا سوال به پوره کړے شي. نو کعبه شريفه به د الله پاک په بارګاه کښې عرض کوي: اے الله پاکه! زما په ګاونډ کښې د دفن شوو مومنانو په حق کښې زما شفاعت قبول کړه. آواز به راشي: ما ستا درخواست قبول کړو (يعنې ستا په ګاونډ کښې چې کوم مومنان دفن دي د هغه ټولو په حق کښې ستا شفاعت قبول کړے شو) کومو مسلمانانو ته چې په مکه مکرمه کښې د دفن کيدو سعادت حاصل شوے وي، هغوئي به راجمع کړے شي، د هغوئي مخونه به سپين ځليږي، هغه ټول به د اِحرام په حالت کښې د کعبے نه ګير چاپيره راجمع شي او د هغه ټولو په خُله باندې به هم دا يوه کلمه وي: لَبَّيْكَ اَللّٰھُمَّ لَبَّيْكَ (زه حاضر يم يا الله! زه حاضر يم)
بيا به فرښتے کعبے شريفې ته وائي: اے کعبے! اوس روانه شه!! اوس خو ستا