Fazail e Bait ul ALLAH

Book Name:Fazail e Bait ul ALLAH

سوال پوره شوے دے کعبه شريفه به وائي: زه به نه ځم تر څو پورې چې زما درخواست قبول نه شي د آسمان نه به يوه فرښته آواز اوکړي: اے کعبے! تۀ اوغواړه تا ته به عطا کړے شي کعبه شريفه به وائي: اے الله پاکه! ستا ګنهګار بندګان کوم چې د لرې لرې نه په دوړو خړ زما خوا له راغلي وو، هغوئي خپل کور والا، بال بچ، خپل خپلوان پريښودل او ستا په حکم باندې ئې عمل اوکړو او زما د زيارت په شوق کښې راغلي وو او حج ئې کړے وو، اے کريم رَبَّه! زه تا ته سوال کووم چې د هغه حاجيانو په حق کښې زما شفاعت قبول کړه، هغوئي ته د قيامت د ويرې نه امن عطا کړه او هغوئي زما ګير چاپيره راجمع کړه الله پاک به اوفرمائي: اے کعبے! ما د هغوئي په حق کښې هم ستا شفاعت قبول کړو بيا به فرښته اعلان کوي: چا چې د کعبے زيارت کړے وو، هغه د نورو خلقو نه بيل شئ دا اعلان چې واوري نو په محشر والؤ کښې به هغه ټول خلق کومو چې د کعبے زيارت کړے وي، کومو چې د حج يا د عمرے سعادت حاصل کړے وي، هغه ټول به بيل شي او د کعبے نه به ګير چاپيره جمع شي، د هغوئي مخونه به سپين وي او د دوزخ نه بے ويرې به د کعبے شريفې طواف کوي او د هغوئي په خُله باندې به هم دا کلمه وي: لَبَّيْكَ اَللّٰھُمَّ لَبَّيْكَ (زه حاضر يم يا الله! زه حاضر يم)  بيا به فرښته آواز کوي: اے کعبے! اوس خو ستا سوال پوره شو اوس خو روانه شه! بيا به کعبه شريفه هم تَلبِيَه لولي، (يعنې کعبه شريفه به هم وائي: لَبَّيْكَ اَللّٰھُمَّ لَبَّيْكَ زه حاضر يم يا الله! زه حاضر يم)، بيا به کعبه شريفه په دې شان سره د حشر ميدان ته راروانه کړے شي چې په دنيا کښې زيارت کوونکي به ترينه ګير چاپيره طواف کوي او د هغوئي ټولو په خُلو باندې به دا کلمات وي: لَبَّيْكَ اَللّٰھُمَّ لَبَّيْكَ (زه حاضر يم يا الله! زه حاضر يم) ([1])


 

 



[1]... الروض الفائِق ، صفحہ:48۔