Book Name:Fazail e Bait ul ALLAH
علماء کرام فرمائي چې د کعبے شريفې د برکاتو نه يو دا هُم دے چې مَرغئ د کعبے شريفې د پاسه نه کښيني او د دې د پاسه نه تيريږي خو کومه مرغئ چې بيماره شي هغه د کعبے په چهت کښيني يا پرې د پاسه تيره شي د دې په برکت ورته شِفا ميلاو شي ([1])
په شِفاءُ الغِرام کښې دي: د مکّے والؤ د ډيرو کلونو پورې دا دستور وو چې کوم ماشوم به پيدائشي چاړا وو نو هغه به ئې کعبے شريفې ته راوړو او د خانه کعبے کُنجي به ئې د هغه په خُله کښې کيښودله، د هغې په برکت به هغه ماشوم خبرې شروع کړې. ([2])
وَبا څنګه ختمه شوه. . .؟
علامه احمد بن علي فاسي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: د 433 سِنِ هجري خبره ده، د کعبے شريفې يو ګُوَټ رُکنِ يَماني نه د ګوتې همره يوه ټُکړه ماته شوه، د خلقو هغې ته توجُه اونشوه، لِـهذا د هغې مرمت هم اونشو، د کانړې د يوې وړې شان ټُکړے د خانه کعبے نه د جُدا کيدو داسې سپيره والے اوشو چې په مکه مکرمه کښې وَبا خوره شوه، هره ورځ خلق مړه کيدل شروع شول، څوک چې به هم په دې وبا کښې اخته کيدو په درې ورځو کښې دننه دننه به مړ کيدو، آخر دا چې د خُراسان اوسيدونکي يو نيک بنده په خوب کښې رهنمائي اوکړے شوه، نو هغه ټُکړه په تلاش کولو سره پيدا کړے شوه او واپس د کعبے شريفې په ديوال کښې اولګولے شوه نو وَبا ختمه شوه. ([3])