Book Name:Fazail e Bait ul ALLAH
جلال سره په سفر باندې روان شو، د بادشاه لښکر چې به کوم ښار ته رسيدو، د هغه ښار خلق به رامخکښې کيدل او هر کلے به ئې کولو، د بادشاه احترام به ئې کولو، بادشاه سلامت به د هر ښار نه عالمان د ځان سره کول او وړاندې به تللو، دغسې تقريباً يو لاکھ عالمان د بادشاه سلامت سره شول بادشاه سلامت په سفر کولو کولو مکّے مکرمې ته اورسيدو د دې ځائے معامله د نورو ښارونو نه بدله وه، تُبَّع حِمْیَرِی چې به کوم ښار ته رسيدلو، خلق به رامخکښې کيدل او بادشاه ته به ئې هرکلے وئيلو خو د مکّے مکرمې خلقو نه خو بادشاه ته هرکلے اووئيلو، نه ئې د هغه عزت او احترام اوکړو دا ئې چې اوليدل نو بادشاه له ډيره غصه ورغله، هغه خپل وزير را اوبللو او د خپلې غصې اظهار ئې اوکړو نو وزير اووئيل: بادشاه سلامته! په مکه مکرمه کښې يو کور دے، کوم ته چې دا خلق بيتُ الله وائي، دا خلق بس د دغه کور عزت کوي دا ئې چې واوريدل نو بادشاه نور هم غصه شو، بادشاه حکم اوکړو چې دا کور دې وران کړے شي او د دې ځائے خلق دې قتل کړے شي (مَعَاذَ الله!)
بادشاه چې څنګه دا حکم اوکړو، په هُم هغه ساعت ئې په سر باندې سخت درد شو، ورسره ئې د سترګو، پوزې او خُلې نه داسې سخا [بد بودارې] اوبه روانې شوې چې څوک به د هغه په خوا کښې د يو سيکنډ د پاره هم نشو حصاريدے طبيبانو ته د بادشاه د بيمارئ د عِلاج حکم اوشو، حکيمانو، طبيبانو په نمبر نمبر کوشش شروع کړو، د بادشاه په مرض باندې پوهيدل او د هغه عِلاج کول خو لرې خبره ده، مګر [د بد بوئي په وجه هيڅ] څوک هم د بادشاه په خوا کښې هډو حصاريدے نشو آخر ټولو طبيبانو دا اووئيل چې مونږ د زمکې د بيمارو علاج خو کوو مګر د آسماني مرض علاج زمونږ سره نشته.