Book Name:Israaf Kay Deeni o Dunyawi Nuqsanat
هغه نعمت جسماني وي او که روحاني، د ضرورت وي يا د عيش و آرام، تر دې چې د يخو اوبو، د وَنې د سوري او د خوب د راحت په باره کښې به هم سوال كيږي.[1]
آيا په ما باندې هم څه نعمت دے...؟
صحابئ رسول حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: کله چې دا آيت مبارک نازل شو:
ثُمَّ لَتُسۡـَٔلُنَّ یَوۡمَئِذٍ عَنِ النَّعِیۡمِ (۸) (پارہ:30 ، سورۂ تکاثُر:8)
مفهوم ترجَمۀ کنزُ العرفان: بيا بيشکه خامخا په هغه ورځ به ستاسو نه د نعمتونو په باره کښې پوښتنه کولے شي.
دا ئې چې واوريدلو نو يو محتاجه کَس اودريدو او عرض ئې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! آيا په ما باندې هم څه نعمت دے (د کوم په باره کښې چې به زما نه پوښتنه كيږي) ؟ اوئې فرمائيل: آؤ! سورے، پيزار او يخې اوبه (تاسو هم ميلاؤ شوي دي، د قيامت په ورځ به د دې په باره کښې هم پوښتنه کولے شي).[2]
د يو وَلِـىُّ الله چې کله دعوت اوکړے شو
حضرت حاتم اَصم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاک ډير لوئے ولي دے، يو ځل يو مالداره کَس هغوئي له د طعام دعوت ورکړو خو هغوئي انکار اوکړو، د هغه په بيا بيا خواست کولو هغوئي دعوت قبول کړو او اوئې فرمائيل: که چرې تۀ زما درے شرطونه اومنې نو زه به درشم. وړومبے: زه چې په کوم ځائے کښې غواړم کښينم به، دويم: څه چې مې خوښه وي خورم به ئې، دريم: څه چې زه څه اووايم هغه به تۀ کوې. هغه مالداره دا درې واړه