Book Name:Israaf Kay Deeni o Dunyawi Nuqsanat
شرطونه اومنل. د دعوت په ورځ هغه د خوندور طعام انتظام اوکړو. د الله د ولي د ديدار د پاره ډير خلق هم راجمع شول. په ټاکلے شوي وخت باندې حضرت حاتم اصم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم تشريف راوړلو او د راتلو سره د پيزار ويستلو په ځائے کښې کښيناستلو. کوربه دا شرط منلے وو چې حضرت کوم ځائے کښې غواړي کښيني به ځکه [كوربه] بے وسه پاتې شو. څه وخت پس ډوډئ ته د کښيناستلو اعلان اوکړے شو نو خلقو قِسما قِسم خوندور خوراکونه شروع کړل خو د الله پاک ولي خپلې لمَن ته لاس ښکته کړو او د وَچې ډوډئ يوه ټكړه ئې راويستله او په خوړلو ئې شروع اوکړه. کوربه په دې ځائے کښې هم څه اونکړے شو.
کله چې د ډوډئ سلسله ختمه شوه نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کوربه ته اوفرمائيل: سرۀ شوې انګيټئ (يعنې چولها) راوړه او په دې باندې يو تبخے کيږده. د هغوئي په حکم عمل اوکړے شو. کله چې هغه تبخے په اور باندې سُور شو نو هغوئي په دې باندې ښپے ابله ښپې اودريدلو او د خپلې محاسبې شروع کولو سره ئې اوفرمائيل: ما نن يوه وَچه ډوډئ خوړلې ده او د تبخي نه ئې لاندې تشريف راوړلو. بيا ئې حاضرينو ته اوفرمائيل: (د دريم شرط مطابق) اوس تاسو په نمبر نمبر په دې تبخي باندې اودريږئ او د خپل خوراک حساب ورکړئ. دا ئې چې واوريدل نو خلقو چغې کړې او په يو آواز ئې اووئيل: حضور! تاسو خو د الله ولي ئې او په دې تود تبخي باندې اودريدل ستاسو کرامت دے، په مونږه ګنهګارانو کښې دومره طاقت چرته دے چې په دې باندې اودريږو؟
هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د محسابے دعوت ورکولو سره اوفرمائيل: اے خلقو! * هغه وخت راياد کړئ چې کله به لمَر کوم چې کروړونه ميله لرې دے، صرف يوه نيزه بره وي * اوس د هغه مونږ ته شا ده، په هغه ورځ باندې به د هغه بَله حصه زمونږ طرف ته وي * زمکه