Book Name:Israaf Kay Deeni o Dunyawi Nuqsanat
د اميرِ اهلِسُنَّت محتاظ انداز
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ټول کال دا معمول دے چې د طعام خوړلو او چائے، شربت وغيره څښلو نه پس په لوښي کښې اوبه واچوي او ښه ئې اوړقوي او اوئې څښي د پاره د دې چې د رزق يوه ذرّه هم ضائع نه شي، په کال 1423ھ کښې د مدينې د سفر په وخت هغوئي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه اوليدے شو چې د ګرمو اوبو په کپ کښې ئې (ټي پيک) واچولو او پتې ئې حل کړلې او د پئيو چينو اچولو نه مخکښې ئې (ټي پيک) ښه نچوړ کړو اوئې ويستلو (ولې عموماً خلق ئې بغير د نچوړ کولو نه غورځوي او که څوک ئې نچوړوي هم نو د چينو او پئيو د حل کولو نه پس.) کله چې هغوئي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه چائے اوڅښله نو عرض اوکړے شو: حُضُور! په دې کښې څه حِکمَت دے؟ ارشاد ئې اوفرمائيلو: ما محسوس کړه چې که د پئيو او چينو اچولو نه پس که چرې (ټي پيک) نچوړ کړے شي نو د پئيو او چينو څه اجزا به په (ټي پيک) کښې پاتې شي، دې د پاره ما احتياطاً وړومبے نچوړ کړو، د پاره د دې چې څه د کار جز ضائع نه شي. [1]
داسې د احتياط يوه بله واقعه هم ده چې د دعوتِ اِسلامي ابتدائي وخت وو اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د چائے څښلو په غرض يو هوټل ته تشريف يوړلو. د چائے څښلو نه پس هغوئي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه په کپ کښې اوبه واچولې او اوئې ړقولې او بيا ئې اوڅښلې. په نزدې ناستو يو څو ځلمو کښې يو د خندا په انداز کښې غږ اوکړو چې نوره چائے راوړم. د دې جملے په جواب کښې اميرِ اهلسُنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د شفقت نه ډک انداز کښې سترګې را اوچتې کړلې او هغوئي ته ئې اوکتل او مُسکے شو. داسې ئې ارشاد اوفرمائيلو: زما نورو چائيو ته حاجت نشته. البته ما په کپ کښې اوبه واچولې او دې د پاره مې اوڅښلې