Israaf Kay Deeni o Dunyawi Nuqsanat

Book Name:Israaf Kay Deeni o Dunyawi Nuqsanat

د دې نه اندازه اولګوئ چې فضول خرچي کوونکے څومره بد انسان دے چې الله پاک هغه ته د شيطان ورور فرمائيلے دے.

اِسراف څه ته وائي؟

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د اِسراف معنٰی دہ: په غيرِ حق کښې خرچ كول. يعنې د الله پاک راکړے شوے نعمت چې په کوم ځائے کښې خرچ كول پکار دي، د هغې نه علاوه په بَل يو ځائے کښې خرچ كول، لکه: * د خوراک څښاک څيزونه ضائع کول * په کمره کښې لائټ لګيدلے دے خو هلته لائټ استعمالولو والا څوک هم نشته * د نلکې نه اوبه بهيږې خو د دې حاجت نشته * دغه شان هغه څيزونه کوم چې د استعمال قابل دي يا خوړے کيدے شي لکه د آلو، مڼې پوستکي وغيره، داسې څيزونه بے د څه وجې غورځول، نه استعمالول وغيره دا ټول څيزونه د اِسراف قِسمونه دي. د اِسراف نه د بچ کيدو په حقله د نورو معلوماتو د پاره د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه رساله بجلی استعمال کرنے کے مدنی پھول اولولئ د اِسراف نه د بچ کيدو ذِهن به مو جوړ شي.

د اِسراف مختلف وضاحتونه

مشهور مُفَسِّرِ قرآن، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د اِسراف ډير تفسيرونه دي مثلاً: (1) حلال څيزونه حرام ګڼل، دا هم اِسراف دے (2) حرام څيزونه استعمالول، دا هم اِسراف دے (3) د ضرورت نه زيات خوړل اغوستل، دا هم اِسراف دے (4) چې څه مو زړه غواړي هغه خوړل څښل، اغوستل (5) شپه ورځ بيا بيا خوړل څښل په کومې چې معده خرابه شي، ناروغه شې، دا هم اِسراف دے (6) ضرر