Book Name:Israaf Kay Deeni o Dunyawi Nuqsanat
رسوونکي څيزونه خوړل څښل، دا هم اِسراف دے (7): هر وخت د خوړلو څښلو په خيال کښې اوسيدل چې اوس به څه خورم بيا به څه څښم وغيره هم داسې (8) د غفلت د پاره خوړل (9) د ګناه کولو د پاره خوړل (10) د ښه خوراک څښاک، د ښه [جامو، پيزار] اچولو عادت جوړول چې چرې معمولي څيز اونه خورې اونه څښې، دا هم اِسراف دے، دغه شان (11) ښه خوراکونه د خپل کمال نتيجه ګڼل هم اِسراف دے. نور فرمائي: الله پاک هر اِسراف کوونکے نه خوښوي. داسې خلق د الله پاک په بارګاه کښې قبول نه دي.[1]
امام يُوسُف بن عبدُ الله حنفي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ډوډئ د مينځ مينځ نه خوړل او مورګې [يعني غاړې] ئې پريښودل، د ډوډئ پسته حصه خوړل او نوره پريښودل او د لاس نه غورځيدلې نمړئ را اوچتول او نه خوړل دا هم په اِسراف کښې شامل دي.[2]
آؤ که چرې مورګې ئې اومې پاتې شوې وي، د دې په خوړلو سره به نقصان اوشي نو نيمولے ئې شې، دغه شان که دا معلومه وي چې د ډوډئ مورګې به نور خلق اوخوري نه به ضائع کيږي نو په نيمولو کښې ئې څه باک نشته.[3]
ياد لرئ! هر اِسراف حرام نه وي، بعضې اِسراف مکروه هم وي، بعضې اِسراف صِرف مكروه [يعني ناخوښه] وي. سيدي اعلٰی حضرت، امامِ اهلِسُنَّت، شاه احمد رضان خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: (هغه) اِسراف چې (کوم) ناجائزه او ګناه ده (هغه) صرف (په دې) 2