Book Name:Achi Aur Buri Mout

راغونډ كړے شي، لمَر به پاؤ باندې يو ميل ته راکوز شي او اور به را اُورَوي او د قيامته پورې راتلونكي ټول انسانان به بيرته راژوندي كړے شي او د حشر ميدان ته به راجمع كړے شي. دا به سخته د ويرې ورځ وي [يعنې د قِيامت ورځ]. دا دوه ورځې دي، د كومو نه چې الله پاك مونږ ته د ويريدلو حكم راكړے دے. ([1])   

یاد رکھ ہر آن آخر موت ہے          بَن تُو مت انجان آخرت موت ہے

مرتے جاتے ہیں ہزاروں آدمی              عاقِل و نادان آخر موت ہے

بارہا عِلمی تجھے سمجھا چکے                    مان یا مت مان آخر موت ہے

هر وخت یاد ساته چې آخر مرګ دے    مه جوړيږه بے پرواه چې آخر مرګ دے

مړه کيږي هره ورځ په زرګاؤ انسانان        که عاقِل دے که نادان آخر مرګ دے

څو ځله مې پوهه کړې عِلمی په دې           که منے او که نه آخر مرګ دے

خلق په غفلت كښې دي

     الله پاك په قرآنِ كريم كښې ارشاد فرمائي:

اِقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَ هُمْ فِیْ غَفْلَةٍ مُّعْرِضُوْنَۚ(۱)   (پارہ17،سورۃالانبیا:1)    

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: د خلقو حساب نِزدې راغے او هغوئي په غفلت كښې مخونه اړولي دي.

     سُلطانُ العارِفِين، حضرت سَیِّدُنا شیخ سُلطان باهُو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: اے د دُنيا طلبګاره! تا د الله پاك د محبت، د آخرت د نعمتونو، جَنَّت كښې د هميشه هميشه اوسيدلو د خوشحالو او د آرام د ژوند په بدله كښې د دُنيا عارضي او فاني عيش و عشرت اخستے دے، تا ته دا مشوره او تسَلِّـى چا دركړي ده چې تا داسې د نقصان سودا اوكړه،


 

 



[1]...حاشِیَہ شیخ زادہ مع بیضاوی،پارہ:3، سورۂ بقرہ،  زیرِ آیت:281، جلد:2، صفحہ:676۔