Book Name:Achi Aur Buri Mout

په هغې كښې به ئې دوه ركعته (تَحِيَّةُ المَسجِد) ضرور كولو. د لـمانځه او تِلاوت سره هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خاص مَحَبَّت لرلو، په هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې د الله تعالٰى داسې كرم اوشو چه د رشك قابِل دے چنانچه د خخولو په دوران كښې يوه خخته اوښويدله او قَبْر ته دننه پريوته، خلق چه د خختې اوچتولو د پاره ور ښكته شو نو حيران پاتې شو ځكه چه هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په قَبْر كښې ولاړ وو او لمُونځ ئې كولو! د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د كور د كسانو نه چه معلومات اوكړے شو نو لور صاحبې ئې اووئيل: والِد مُحترم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هره ورځ دا دُعا كوله: يا الله! كه ته چا ته د وفات نه پس په قَبْر كښې د لـمانځه كولو سعادت وركوے نو ما ته هُم دا شَرف راعطا كړې.“ منقول دي: چه كله به هُم خلق د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مزار مُبارك په خوا تيريدل نو د قَبْر مبارك نه به ئې د قُرآنِ پاك د تِلاوت آواز راتللو. ([1])  

دَہَن مَیلا نہیں ہوتا بدن مَیلا نہیں ہوتا           خدا کے اولیا کا تو کفن مَیلا نہیں ہوتا

نه ئې مخ نه ئې بدن کله خړيږي                   د الله د اولياؤ نه کفن کله خړيږي

    الله پاك دِ مونږ ټولو ته د نيكو والا اوګږد ژوند راعطا كړې او كاش چې! ښې ډيرې ډيرې نيکئ اوکړو او په مدينه منوره كښې د شين شين ګُنبد د سَورې لاندې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د روضے مباركې مخې ته دُرُود شريف لوستلو لوستلو کښې د شهادت مرګ رانصيب شي او په جنَّتُ البقيع كښې خخيدل رانصيب شي. 

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

دولسو ديني كارونو كښې يو ديني كار ”علاقائي دوره“


 

 



[1]...حلیۃ الاولیاء، جلد:2، صفحہ:362۔366ملتقطاً۔