Book Name:Achi Aur Buri Mout

اِنَّ رَحْمَتَ اللّٰهِ قَرِیْبٌ مِّنَ الْمُحْسِنِیْنَ(۵۶)  (پارہ8،سورۃالاعراف:56)              

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: بيشكه د الله رحمت نيكو خلقو ته نِزدې دے.

    د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د والدِ محترم مولانا نقـي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يو څو فرامينو خلاصه بيانووم واورئ: په فضولياتو كښې د ژوند قيمتي ساعتونه تيرول او په آخرت كښې د انعاماتو اُمِّيد ساتل، ګناه كول او د خلاصي توقع ساتل، دا که بيوقوفي نه ده نو څه دي؟ اګرچې د الله پاك رحمت و عنايت نه وي نو يو عمل هُم په كار نه راځي خو د الله پاك رحمت و عنايت په هغه بنده باندې کيږي څوک چې نيك عمل كوي، او څوك چې نن دوزخ طرف ته روان دے دوزخ ته نِزدې كيږي [يعني ګناهونه کوي] او جنَّت ته بوتلونكو اعمالو نه لرې اوسي نو صبا په ورځ د قيامت كه دا کس جنَّت ته تلل غواړي نو نه به شي تلے، بيا به خپله ناپوهي اومني او د دې ژوند په قدر به پوهه شي، خو د هغه وخت پوهيدل بيا بيكاره دي. اے محترمه! كه تا ته د عبادت و رياضت توفيق نصيب شوے دے نو دا ستا د خلاصي نښه ده او كه ته په سُستئ او غفلت كښې اخته ئې نو پوهه شه چې په تقدير كښې ستا د پاره خرابي ليكلي شوي ده.([1])        

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                        صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

ښه او بد مرګ

   اے عاشقانِ رسول! د مرګ مُتَعَلِّق يوه خبره كومه چې مونږ ته نه ده معلومه، هغه دا چې ډير داسې بدنصيبه دي چې په ګناه كولو كولو، د شرابو څښلو په حالت كښې، د فلمونو كتلو، سندرو او باجو اوريدلو، سودي كاروبار كولو، د خلقو حق تلفي كولو


 

 



[1]...جواہر البیان، صفحہ:35-36بتغیر قلیل۔