Book Name:Achi Aur Buri Mout

آتے ہوئے اذاں ہوئی، جاتے ہوئے نماز           اتنے قلیل وقت میں آئے اور چل دئیے

  

ته چې راغلې اذان اوشو، چې مونځ اوشو بيرته لاړې

دومره لږ شان وخت له راغلې، بيرته لاړې

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

زمونږ غفلت او مرګ

    اے عاشقانِ رسول! كوتره مشهوره مرغئ ده، د دې عادت دے چې پيشو اوويني نو سترګې پټې كړي او دا ګنړي چې زه د پيشو نه پټه شوم خو چې كله ئې پيشو په پنجو كښې اونيسي نو په حقيقت پوهه شي خو بيا د دغه وخت پښيمانتيا هيڅ فائده نه وركوي.

     د كوترې دې عمل ته ”تجاهُلِ عارِفانه“ (يعنې اِرادَتاً ناپوهه جوړيدل) وائي. تقريباً د مرګ په باره كښې زمونږه هم څه داسې حال دے. د مرګ مُتَعَلِّق درې خبرې دي چې هغه مونږ ته معلومې هُم دي، منو ئې هم او د زړه نه پرې يقين هم لرو، خو بيا هم اكثر خلق د دې نه غفلت كوي۔

* مونږه په دې خبرہ يقين لرو چې مرګ به هر يو له راځي، که مالدار دے او كه غريب، که فقير دے او كه بادشاه، که نيك دے او که بد، که تَهَجُّد ګزاره دے او که لمُونځونو كښې سُستي كوونكے دے، که عهده دار دے او که بے روزګاره، غرض دا چې هر يو له به مرګ راځي، هيڅ څوك د مرګ نه نه شي بچ كيدے، تر دې پورې چې د انبياء عَلَيْهِمُ السَّلام په خدمت كښې هم مرګ حاضر شوے دے، خو د انبياء عَلَيْهِمُ