Book Name:Achi Aur Buri Mout

اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! په دې دوران كښې زما د هدايت سبب داسې جوړ شو چې زمونږ د كلي جمات ته د دعوتِ اسلامي يو مدني قافِله د نيكئ د دعوت د پاره راغله، د مازديګر د لمَانځه نه پس د علاقائي دورے سلسله شروع شوه، زما خوش قِسمتي وه چې يو اسلامي ورور زما خوا ته راغلو او په ما ئې انفرادي كوشش اوكړو او جمات كښې د لمَانځه ادا كولو او قافلے والؤ سره د سُنَّتو او آدابو زده كولو دعوت ئې راكړو، مـا شَــآءَالـلّٰـه د هغوئي په ترغيب باندې چې كله زه جمات ته داخل شوم نو عاشقانِ رسول راسره په ډيره مينه او محبت ملاقات اوكړو، په وړومبي ملاقات كښې چې دومره مينه او محبت ما اوليدلو نو زه ډير مُتاثِّره شوم او د دعوتِ اسلامي محبت زما زړه ته كوز شو، ترڅو پورې چې زه د عِلمِ دِين زده كولو په حلقه كښې حاضر ووم، د علم مدني ګلونو مې د زړه باغ آبادلو، بيا اميرِ قافِله ما ته د ”72 نيك اعمالو“ رساله راكړه، د دې رسالے په صورت كښې چې ما د اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   د اِصلاحِ اُمَّت درد اوليدلو نو ما فوراً د بيعت د پاره خپل نوم پيش كړو. زه په سلسله عاليه قادريه رَضَوِيَّه كښې بيعت شوم، د يو وَلِـىُّ الله سره د نسب په وجه زما په ژوند كښې د نيکو اعمالو كولو سپرلي راغلل، زړه مې د ګناهونو نه بيزاره شو او د نيكو طرف ته مائل شو، ما د تيرو شوو ګناهونو نه توبه اوكړه او د دعوتِ اسلامي ديني ماحول مې اختيار كړو. ([1]) 

”تجهيز وتكفين“ ايپلي كيشن

    اے عاشقانِ رسول! نن صبا د ټيكنالوجئ دور دے، په مونږ كښې تقريباً د هر يو سره سمارټ فون دے. د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي د سمارټ فون په ذريعه


 

 



[1]...دلوں کا چین، صفحہ:4-6۔