Book Name:Achi Aur Buri Mout

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د بيان اوريدلو  نيتونه

فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: اَلنِّيَّةُ الْحَسَنَةُ تُدْخِلُ صَاحِبَهَا الْجَنَّةَ  [يعنې] ښه نيت بنده جَنَّت ته داخلوي.[1]

 اے عاشقانِ رَسُول! نيك او جائز كار كښې چه څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي. راځئ چې د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه اوكړو، مَثَلًا داسې نِيَّت اوکړئ چې،

     نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. * په ادب به كښينم * د رضائے اِلٰهى او عِلمِ دِين زده كولو د پاره به بيان اورم * د اخوا ديخوا کتلو په ځائے به تَوجُّه سره بيان اورم * د خپلې اصلاح د پاره به بيان اورم * څه چې واورم په هغې به د عمل کولو كوشش كووم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     اے عاشقانِ رسول! سُوْرَةُ البَقَرَه د قرآنِ کریم دويم او د ټولو نه غټ سورت دے، په دې سورت كښې 40 ركوع او 286 آيتونه دي، دا مبارَك سورت د اوَّلې سيپارے نه شروع كيږي او د دريمې سيپارے د پاؤ نه سِوا مكمل كيږي، په دې سورتِ مُبارَكه كښې الله پاك د تيرو شوو قومونو حالات بيان كړي دي، د لمُونځ او قبلے احكام او د روژو، حج، زكوٰة، نكاح، طلاق وغيره احكام پکښې ذِكر شوي دي، د دې نه علاوه ډىر اهم مضامين په دې سورت مبارک كښې شامل دي، اِمام جلالُ الدِّين سُيُوطى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه


 

 



[1]...معارج نبوت، جلد:1، صفحہ:317۔