Book Name:Achi Aur Buri Mout

ستا دا دُنياوي ژوند څه دے؟ دا خو به داسې تير شي لكه په اوبو كښې چې پتاسه واچولے شي او ويلي شي، بيا به تا تنګ او د تِيارو نه ډك قبر کښې څملوي چرته چې په هغې کښې به ته په ډډه هُم نه شې اووښتلے، بيا به ستا مالِكِ حقيقي يعنې الله پاك ستا نه داسې حساب اُوغواړي چې معمولي كمے زياتے به پكښې نه وي، ته به بيا د ژوند د يو يو ساعت حساب وركوے.([1])

    اے عاشقانِ رسول! غور اوكړئ! هغه به څنګه د بے وسئ ورځ وي؟ څنګه بے آسره به يُو؟ څومره د بے وسئ وخت به وي چې كله مَلَكُ المَوت عَلَيْهِ السَّلام تشريف راوړي، او زمونږ نه به ساه اخلي، [زمونږ اعمال خو ډير خراب او کمزوري دي، د يو روايت مفهوم دے چې که د مرګ د سختئ يو څاڅکے په ټول مخلوق تقسيم کړے شي نو دا ټول به د هغه سختې نه مړه شي۔ او مونږه دا هُم اوريدلي دي چې الله پاک د خپلو بعضو نيکو بندګانو نه ډيره په آسانئ ساه اخلي خو هائے! معلومه نه ده چې زمونږ مرګ به څنګه وي، آخر دا چې] آخري سلګئ به اُووهو او روح به مو د بدن نه اُوځي. هائے! دغه داسې ورځ ده چې په دغه ورځ به نه يو باشاه د هغه بادشاهي بچ كړے شي، نه به د يو غريب په غريبئ زړه خُوګ کړے شي، نه به د چا زور چليږي او نه به د يو كمزوري د كمزورئ عُذر قبليږي. شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   د آخرت د ياد نه ډك پيغام کښې فرمائي:

جب فرشتہ موت کا چھا جائے گا                پھر بچا کوئی نہ تجھ کو پائے گا

دُنیا میں رِہ جائے گا یہ دبدبہ                    زور تیرا خاک میں مِل جائے گا

تیری طاقت، تیرا فَن، عہدہ ترا                 کچھ نہ کام آئے گا سرمایہ ترا


 

 



[1]...ابیاتِ باہُو، صفحہ:325، ملخصاً۔