Book Name:Achi Aur Buri Mout

    خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د مرګ نه پس راتلونكي ژوند د تيارئ او د نيكو نه ډك ژوند تيرولو د پاره د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره وابسته شئ او 12 ديني كارونو كښې په اخلاص سره خپل كردار ادا كړئ او د ډيرو ثوابونو حقدار جوړ شئ. اِنْ شآءَ اللهُ الْعَزِيز! د نيكئ دعوت عام كولو ثواب به هم حاصل کړئ او څه پته ده چې كه مونږه د خپل ځان او د ټولې دُنيا د خلقو د اصلاح د جذبے سره د نيكئ دعوت عام كولو كښې مصروفه يو او په داسې حال كښې زمونږ مرګ راشي نو اِنْ شآءَ اللهُ الْعَزِيز! د الله و رسول عَزَّوَجَلَّ و صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په فضل و كرم به زمونږه بيړئ پوريوځي. د دعوتِ اسلامي 12 ديني كارونو كښې يو ديني كارعلاقائي دَورههُم ده، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! دعوتِ اسلامي سره وابسته عاشقانِ رسول په خپلو خپلو علاقو كښې په مقرره ورځ او وخت كوڅه په كوڅه، دُكان په دُكان خلقو ته د نيكئ دعوت وركوي، هغوئي ته جمات ته د راتلو، د نيكئ كولو او د قبر و آخرت د تيارئ كولو ترغيب وركوي، د سُنَّتو د تربِيَّت د پاره سفر كوونكي عاشقانِ رسول د مَدَني قَافِلے د جَدوَل مطابق د نيكئ د دعوت سعادت حاصلوي، تاسو هم په دې نيك كار كښې د شريك كيدلو پوخ نيت اوكړئ.

      د علاقائي دورے“ يو مَدَنـي سپرلے واوروئ او پابندئ سره د علاقائي دَورے كولو نِيَّت اوكړئ. چنانچه

د ګناهونو نه ډك ژوند كښې ئې د نيكو سپرلے راغلو

     د فتح جنګ (پنجاب، پاكستان) يو اسلامي ورور د بيان خلاصه ده: د دعوتِ اسلامي ديني ماحول سره وابسته كيدلو نه مخكښې ما د ګناهونو ډك ژوند تيرولو، فلمونه ډړامے كتل، فضول ګرځيدل، په لوبو كښې مشغول اوسيدل زما عادت وو، آه! ما به لمُونځونه هم قضا كول او دغسې د نورو ګناهونو په ذريعه د دوزخ په لار روان ووم،