Book Name:Achi Aur Buri Mout

خو هَاوِيَه ته تلے دے([1]) (يعنې هغه كافر مړ شوے دے، لِهٰذا د كافرو د روحونو په مقام كښې دے)

     خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نور ارشاد اوفرمائيلو: بيشكه كافِر ته چې كله مرګ راځي نو د عذاب فرښتے هغه له ( د دوزخ) ټاټ راوړي، وائي: (اے روحه) اُوځه! ته د ربّ نه ناراضه او ربّ ستا نه ناراضه دے، د الله پاك عذاب طرف ته روان شه، نو د كافر روح د سخت مردار په شان بدبوئ کوي تر دې چې هغه به د زمكې دروازے (يعنې د سِجِّىن مقام ته كوم ځائے چې د كافِرو روحونه قيد وي هلته) راوړي، وائي: دا څنګه سخته بدبوئي ده، بيا هغه د كافرو د روحونو خوا ته اورسولے شي. ([2])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

اُويَريږئ د مرګ د ورځې نه...!!

    اے عاشقانِ رسول! چې مُعامَله داسې ده چې مرګ به ضرور راځي، هر يو له به راځي، او مونږ ته معلومه هُم نه ده چې مرګ به كله راځي، معلومه نه ده مونږ ته به بله ساه نصيب شي او که نه، مونږ ته دا هُم معلومه ده چې د مرګ سره قِصّه ختميږي نه بلكه د هغې نه پس هم ژوند دے او په هغه ژوند كښې به د نيكو جزا ميلاويږي او يا به د ګناهونو سزا راكولے كىږي او آه! مونږ ته دا هُم معلومه نه ده چې د ځنكدن په وخت كښې به راته د الله پاك رحمت نصيب کيږي، د هغه د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دِيدار نندارې به رانصيب کيږي  يا که مونږ به د ګناهونو سپيروالي كښې د اخته کيدو په وجه په بد مرګ مړه كيږو.


 

 



[1]...نسائی، کتاب: الجنائز، صفحہ:313، حدیث:1830۔

[2]...نسائی، کتاب: الجنائز، صفحہ:313، حدیث:1830۔