Book Name:Achi Aur Buri Mout

فرمائي: په سُوْرَةُ البَقَرَه كښې يو زر اَوامِر (يعنې احكام) او يو زر نواهي (يعني د منعې احكام) دي. ([1]) د دې يو زر احكامو نه يو حكم هغه دے كوم چې د سُوْرَةُ البَقَرَه په آيت نمبر 281 كښې وركړے شوے دے، چنانچه ارشاد کيږي:

وَ اتَّقُوْا یَوْمًا تُرْجَعُوْنَ فِیْهِ اِلَى اللّٰهِۗ-ثُمَّ تُوَفّٰى كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَ هُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ۠(۲۸۱) (پارہ3،سورۃالبقرۃ:281)

مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: او د هغه ورځې نه اُويَريږئ په کومه ورځ به چې تاسو د الله په طرف ګرځولے كيږئ، بيا به هر نفس ته د هغه د عمل پوره پوره بدله وركړے شي او په هغوئي به ظلم نه کيږي.

     حضرت عبد اللہ بن عباس رَضِیَ الله عَنْهُما فرمائي: دا آيت د قرآنِ كريم آخري آيت دے كوم چې په خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې نازل شوے وو. د يو قول مطابق د دې آيت د نازليدلو نه پس خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صرف 21 ورځې په دُنيا كښې تشريف فرما اوسيدلے وو (يعنې بيا ئې د دُنيا نه سفر اوکړلو). ([2])

    په دې آيتِ مبارَكه كښې الله پاك د هغه ورځې نه د ويريدلو حكم ارشاد فرمائيلے دے، په كومه ورځ به چې مونږه د الله طرف ته بيرته ګرځو. د الله طرف ته بيرته د ګرځيدلو ورځ كومه ده؟ د دې په باره كښې د مُفَسِّرينو دوه اقواله دي: وړومبے قول دا دے چې كله حضرت عزرائيل عَلَيْهِ السَّلام تشريف راوړي، زمونږ رُوح قبض كړي او مونږ ته غسل راكړے شي او كفن راواغوستے شي، او د تِيارو نه ډك قبر ته كوز كړے شو. دويم قول دا دے چې كله به زمكه د تانبے په زمكه كښې بدله کړے شي، آسمان به


 

 



[1]...تفسیر قُطَفُ الْاَزْھَار، سورۂ بقرہ،  صفحہ:157۔

[2]...تفسیر خازن، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:281، جلد:1، صفحہ:213۔