Book Name:Achi Aur Buri Mout
دُښمنانو انداز دے.
مُهلِب د فوج کمانډر وو، د عُهدے او مَنصب په نشه کښې وو، چې كله هغه اوليدل چې يو كس هغه ته نصيحت كوي نو د تَکَبُّر په انداز کښې ئې اووئيل: ته خبر ئې زه څوك يم؟ حضرت مُطرِف بِن عبدالله رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مـا شَــآءَ الـلّٰـه د ژوندي زړه والا وو، هغوئي ورته په نرمئ سره ارشاد اوفرمائيلو: آو! زه تا پيژنم چې ته څوك ئې: اَوَّلُکَ نُطْفَۃٌ مَذِرَۃٌ ته اوَّل يو ناپاك څاڅکے وے، وَ آخِرُکَ جِیْفَۃٌ قَذِرَۃٌ او په آخره كښې به ته يو سخا مردار [مړے] شے وَاَنْتَ بَیْنَ ذَالِکَ تَحْمِلُ الْعَذِرَۃَ او د دې دواړو حالتونو په مينځ كښې ته په خپله خيټه كښې ګندګي ګرځوے. دا ئې چې واوريدل نو د مُهلِب عقل ځائے له راغلو او د تَكَبُّر هغه انداز ئې پريښودو او لاړو مخكښې روان شو. ([1])
اے عاشقانِ رسول! معلومه شوه چې د تكبر نشه، د خپل ځان ښه ګنړلو نشه، د طاقت و قوَّت او عُهدے او منصب غرور، د مال و دولت نشه، دا ټولې نشے زمونږ د زړه او دماغو نه ختميدے شي خو كه مونږه د هغه ورځې نه ويريدل شروع كړو په كومه ورځ به چې مونږه بيرته د خپل رب په بارګاه کښې حاضريږو. الله پاك په قرآنِ مجيد كښې ارشاد فرمائي:
قُتِلَ الْاِنْسَانُ مَاۤ اَكْفَرَهٗؕ(۱۷) مِنْ اَیِّ شَیْءٍ خَلَقَهٗؕ(۱۸) مِنْ نُّطْفَةٍؕ-خَلَقَهٗ فَقَدَّرَهٗۙ(۱۹) ثُمَّ السَّبِیْلَ یَسَّرَهٗۙ(۲۰) ثُمَّ اَمَاتَهٗ فَاَقْبَرَهٗۙ(۲۱) ثُمَّ اِذَا شَآءَ اَنْشَرَهٗؕ(۲۲) (پارہ30،سورۃعبس:17-22)
مفهوم ترجمہ کنز العرفان: انسان دِ مړ كړے شي، هغه څومره ناشكره دے، الله هغه د څه څيز نه پيدا كړے دے؟ د يو څاڅكي نه ئې پيدا كړے دے، بيا ئې په قِسما قِسم حالتونو كښې اوساتلو، بيا ئې هغه ته لاره آسانه كړه، بيا ئې مړ كړو، بيا ئې په قبر كښې كيښودو، بيا چې كله اوغواړي بهر به ئې را اوباسي.