Book Name:Karamat e AalaHazrat

ورځې اوسيدلو نه پس بيرته روانيدل ، نو ما د هغوئي نه د حال پوښتنه اوكړه چې تاسو د كوم ځائے اوسيدونكي ئې؟ په دې وخت كښې د كوم ځائے نه راغلي وئ او څه له راغلي وئ؟ نو هغه خلقو خپله واقعه بيان كړه چې مونږه په فلانكي تاريخ په كشتئ كښې سفر كولو ، تيزه سيلئ چليدله ، د اوبو تيزې چپے شروع شوے ، خطره پيدا شوه چې اوس به كشتئ واوړي او مونږ به ډوب شُو ، د دې پريشانئ په حالت كښې مونږه ټولو د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په وسيله د الله پاك په بارګاه كښې دُعا اوغوښتله او نَذْر مو اومنلو [يعني منښته مو اوکړه]. د هغې نه پس څه ګورو چې يو كس د كشتئ خوا ته راغلو او د كشتئ يوه ډده ئې اونيوله او مونږه ئې د درياب غاړې ته اورسولو. او مونږه په خير سره كورونو ته اورسيدلو دغسې الله پاك د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په وسيله مونږه د ډوبيدلو نه بچ كړو. هغه نَذْر [يعني منښته] پورا كولو او د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دِيدار كولو د پاره حاضر شوي وو.[1] 

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

كرامت څه ته وائي؟

     اے عاشقانِ رسول! اعلٰى حضرت ، امامِ اهلسُنَّت ، علامه شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاك لوئ ولي او د څوارلسمې صدئ يو عظيم علمي او روحاني شخصيت وو. د هغوئي د كشتئ د مسافرو فرياد اوريدل او د هغوئي مدد كول او كشتئ غاړې ته


 

 



[1]    حیات اعلی حضرت ، ج۳ ، ص۲۵۴ ، کشمیر انٹرنیشنل پبلیشرزلاہور ، ملخصاً