Book Name:Karamat e AalaHazrat

دشمن اگرچِہ گھات میں   ہے کوئی غم نہیں                      ان کی مدد رہے تو بِگاڑ اپنا کیا سکے[1]

[يعني اګر که دُښمن را ته په لار کښي ناست وي هيڅ غم نشته ، ځکه چې د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او پيرانِ پير دستګير غوثُ الاعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مدد راسره وي نو زما هيڅ نه شي کولے]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د بے هوشئ نه په هوش كښې راغے

     د سيد ايوب علي رضوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيان دے چې د يو مسلمان ډاكټر بوډئ مور د صدر د علاقے نه د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضره شوه او په ژړا ژړا كښې ئې عرض اوكړو : زما يو ځوئ  دے سختې تبې نيولے دے او د دوو ورځو نه بے هوشه دے ، حضور! كه تاسو لږ تكليف اوكړئ او زما كور ته تشريف راوړئ  نو ډير كرم به اوشي. اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغے بوډئ درخواست قبول كړو او د مازديګر نه پس د ورتللو وعده ئې اوفرمائيله ، په مقرره وخت د ډاكټر صاحب موټر راغے او اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حاجي كفايتُ الله او زما ورور قناعت علي او زه ئې ځان سره كړو ، مولانا حسنين رضا هم تلل غوښتل نو هغه ئې هم ځان سره بوتلو او د بوډئ كور ته اورسيدل. څه ګوري چې واقعي ډاكټر صاحب بےهوشه پروت دے. اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هلته يو تعويز اوليكلو او د ښي لاس په مټ ئې ورته اوتړلو او ګهړئ ئې مخې ته كيښودله ، او كټ ته ئې نزدې په كرسئ كښيناستلو. تقريباً نيمه ګنټه


 

 



[1]    وسائل بخشش مرمم ، ص۴۱۲