Book Name:Karamat e AalaHazrat

مزار ته دننه تلل غوښتل خو د مزار شريف دروازے ناڅاپه پخپله بندې شوے. محدث سُورتي او طلبه كرام بَهر دي او اعلٰى حضرت  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او مار دننه دي. محدث سُورتي او طلبه كرام د دې واقعے په ليدلو پريشانه شو چې چرته مار ئې اونه چيچي. تقريباً دوه ګينټے پس ناڅاپه د مزار شريف دروازه بيرته شوه او اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير زيات خوشحاله بَهر ته تشريف راوړلو او اوئې فرمائيل : بيا به هغه مار دلته نه ښكاري. او اوئې فرمائيل چې دا صاحبِ مزار د نقشبندي سلسلے سره تعلق لري او د دې ښار (پيلي بهيت) سُلطانُ الاولياء دے. اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائىل : صاحبِ مزار د دې فقير [يعني اعلٰى حضرت] سره بِالـمشافه [يعني مخامخ] ملاقات اوكړو او خبرې ئې هُم راسره اوكړې.

     د دې كرامت په ليدلو سُلطانُ الواعظين مولانا شاه عبدُ الاحد صاحب ، مولانا شاه حبيبُ الرحمان صاحب او مولانا شاه ابو سراج عبدُ الحق صاحب د هُم هغه مزار خوا ته د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه بيعت شو. چې د كله نه دا واقعه شوي ده د هغې نه پس بيا هلته مار نه دے ښكاره شوے. او خلق په مزار شريف حاضري هُم وركوي.[1]

د وَلِـىُّ الله خوشبوئي

    دغسې اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يو بل بُزرګ سره هم مزار كښې دننه مُلاقات کړے وو ، راځئ چې دا هم واورو :


 

 



[1]    فیضان اعلیٰ حضرت ، ص 379 ، بحوالہ تجلیات امام احمد رضا ، ص 53 ملخصاً