Book Name:Karamat e AalaHazrat

د مار زَهر بے اثره شو

     اے عاشقانِ اعلٰى حضرت! راځئ چې د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو بل كرامت واورو : چنانچه خليفۀ اعلٰى حضرت سَيِّد ايوب علي رضوي صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيانوي چې يوه ورځ ما د ماښام نه پس په كور كښې ډوډئ خوړله چې زما ورور قَناعت علي په ډيره ويره راغلو او اوئې وئيل چې وروره! ما ډير زر د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت کښي حاضر كړئ زما ښپه مار چيچلي ده ، سر راباندې ګرځي. ما اوليدل چې د هغه ښپه په قابو كښې نه وه. الغرض مونږه په ډيره مشكله د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه كور ته نِزدے شو اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ماسخُتن لمَانځه د پاره روان وو ، حالانكه په هغه ورځو كښې د ماسخُتن لمُونځ ناوخته كيدلو خو په دغه ورځ ئې په اوَّل وخت كښې تشريف راوړلو. زه ور مخكښې شوم ، لاس مې ورله ښكل كړل او د [مار چيچلو] واقعے نه مې خبر  كړلو.  هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  هلته په سړك باندې د دم كولو د پاره كښيناستل غوښتل خو د قناعت علي په وينا ئې جمات ته تشريف يوړلو او ما ته ئې اُوفرمائيل چې ډيوه نِزدې راوړه ، چې هغوئي اوكتل نو واقعي د غاښونو نښه پرې وه. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ډير وخته پورې لوستل كول او په هغه ځائے ئې خپل لاس مبارك راښكلو او په آخره كښې ئې د دَم كولو نه پس دَلاسه وركړه چې په باورچي خانه كښې به چرته مږې [منګک] چيچلي ئے ، ستا نظر به په مار پريوتے وي.

     قناعت علي عرض اوكړو حضور! يو بل عرض لرم. اوئې فرمائيل هغه څه؟ عرض ئې اوكړو : كه تاسو په دې ځائے لُعاب [يعني تُوکانړي] پورې کړئ نو زه به بچ شم.