Book Name:Karamat e AalaHazrat

دُرُودِ غوثيه ، يو ځل اَلْـحَـمْـد شريف (يعني سورۀ فاتحه) ، يو ځل آيةُ الـكرسي ، ووه ځله سورۀ اخلاص ، بيا دُرُودِ غوثيه (اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِنَا وَ مَوْلَا نَا مُحَمَّدٍ مَّعْدِنِ الْجُوْدِوَالْکَرَمِ وَاٰلِہٖ وَبَارِکْ وَسَلِّمْ) ووه ځله او كه وخت وي نو سورۀ يٰـس او سورۀ مُلك هم اولولئ او د الله پاك نه دُعا اوغواړئ : اِلٰهي! په دې لوستلو ما ته زما د عمل لائق نه بلکه ستا د كرم قابل ثواب راکړې ، او دا زما له طرفه دې نيك بنده ته اورسوے. بيا چې كوم ستاسو جائز شرعي مطلب وي د هغے د پاره دُعا اوكړئ او د صاحبِ مزار رُوح د الله پاك په بارګاه كښې خپله وسيله اوګرځوئ ، بيا بيرته تللو کښي هُم دغسې سلام اوکړئ.

     مزار شريف يا قبر ته چې ځئ نو په لاره كښې فضول خبرې مه كوئ. قبر مه ښكلوئ ، لاس مه ور وړئ.[1] بلكه د قبر نه په لږه فاصله كښې اودريږئ. ياد ساتئ! د تعظيم په نيت د قبر طواف كول حرام دي.[2] او قبر ته سجده تعظيمي كول هم حرام دي او كه د عبادت په نِيَّت وي نو كفر دے.[3] 

12 مدني کارونو کښې یو مدني كار

“ د سحر د لـمانځه نه پس مَدنی حلقه “

     خوږو اومحترمو اسلامي ورونړو : د بزرګانِ دين د بركتونو حاصلولو يوه ذريعه دا هم


 

 



[1]   فتاوٰی رضویہ مخرّجہ ، ۹ / ۵۲۲ ، ۵۲۶ ، ملخصاً

[2]    بہارِشریعت ، ۱ / ۸۵۰

[3]   ماخوذ از فتاوٰی رضویہ ، ۲۲ / ۴۲۳