Book Name:Karamat e AalaHazrat

ګُلزار جوړ شو.[1]

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د اعلٰى حضرت د شان و عظمت به څه وائې چې د خپلې زمانے سلطانِ اولياء د هغوئي د زيات خواهش لري ، يقيناً هغوئي د وخت مُجَـدِّد وو ، او هغوئي نه د هغه وخت اولياؤ بركتونه حاصلول. 

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د الله پاک د نيكو بندګانو د مزاراتو احترام په هر مسلمان لازم دے. صحابۀ كرامو عَلَيهِمُ الرضوان به د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په روضۀ مباركه حاضري وركوله. تابعين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم به د صحابۀ كرامو عَلَيهِمُ الرضوان مزاراتو ته حاضريدل ، تَبع تابعين به د تابعينِ كرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم مزاراتو ته حاضريدل او فيض به ئې ترينه حاصلولو. اَميرِ اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په خپله رساله “ قبر والوں کی 25 حکایات “ كښې د قبرونو د حاضرئ آداب هم بيان كړي دي راځئ چې د هغے نه يو څو آداب واورو :  

مزاراتو ته د حاضرئ طريقه

     د اوليائے كرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم مزاراتو ته د حاضريدلو په وخت د ښپو طرف نه ورځئ او كم از كم څلور لاسه لرې ئې مخ ته مخامخ اودريږئ او په قلاره آواز کښي داسې سلام عرض كړئ : اَلسّلَامُ عَلَیْکَ یَاسَیِّدِیْ وَرَحمَۃُ اللّہِ وَبَرَکَاتُہ بيا درې ځله


 

 



[1]    تجلیاتِ امام احمد رضا ، ص99