Book Name:Karamat e AalaHazrat

غيرمُسلمه جادوګر د اعلٰى حضرت په ښپو كښې

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په هر قول او فعل کښي به عشقِ رسول ځليدلو. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو جامِع صِفات لرلو والا شخصيت وو. څنګه چې هغوئي د خپل قلم په ذريعه د اسلام خدمت كړے دے دغسې ئې د خپل عمل په ذريعه هم د اسلام داسې خدمت كړے دے چې د هغوئي په لاسو ډيرو غير مسلمو  اسلام قبول كړے دے څنګه چې

     د حضرت شاه مانا مياں صاحب بيان دے چې يو ځل اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل جمات ته لمُونځ ادا كولو له را روان وو چې د محله سوداګراں په كوڅه كښې ئې د خلقو ګنړه اوليدله. اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پوښتنه اوكړه چې دا ګنړه ولے ده؟ خلقو اووئيل چې يو غيرمسلمه جادوګر خپل جادو ښائي. درې څلور كلو د اوبو نه ډك لوښے د نري تار په ذريعه اوچتوي. اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم د خلقو ګنړې طرف ته روان شو او جادوګر ته ئې اوفرمائيل : مونږه اوريدلي دي چې ته درې څلور كلو د اوبو نه ډك لوښے د نري تار په ذريعه اوچتوے؟ هغه ورته اووئيل : آو. اعلٰى حضرت اوفرمائيل : آيا بل څيز هم اوچتولے شے؟ هغه اووئيل : راوړئ كوم څيز چې تاسو راكوئ زه ئې اوچتولے شم. اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپله څپلئ د ښپے نه اوباسله او ورته اوئې فرمائيل : واخله اوچتول خو لا پريږده د خپل ځائے نه ئې هم نه شې خوزولے. جادوګر ډير كوشش اوكړو خو هغه څپلئ ئې د خپل ځائے نه اونه خوزوله.

      اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورته اوفرمائيل : اوس لوښے اوچت كړه. هغه لوښے