Book Name:Karamat e AalaHazrat

د مرئ غوټې ئې ختمي شوے

      د جناب محمد حُسين رضوي بيان دے چې د 1337 هجري د شعبان په مياشت كښې زما  د بي بي په مرئ كښې درې غوټې را اوختلې. زه فوراً د اعلٰى حضرت مزار ته حاضر شوم او په ډيره زارئ مې [د الله پاک نه د هغوئي په وسيله] دُعا اوغوښتله [او عرض مې اوکړو چې] اے زما مُرشِده! يوه لُور مې د 40 ورځو ده ، نور ماشومان هم واړه دي. يا سيدي! زما كور برباديږي ، دُعا اوفرمائې. يا مُرشِدي! تاسو په خپل ژوند كښې ما ته فرمائيلي وو چې پير په حشر کښي ، قبر كښې هر ځائے کښي مدد كوي.  حضور! [په دُنيا کښي به] د دې نه زيات د مدد بل كوم وخت وي؟ زما د پاره دُعا اوغواړئ. دا مې اووئيل او ډير مې اوژړل.

     بيا د دواړو صاحبزادګانو په خدمت كښې حاضر شوم ، هغوئي دُعا اوكړه او تعويز ئې راكړو ، د تَبَرُّك اوبه ئې راكړې چې په هغې ئې اوڅښه ، او په غوټو ئې ورته اولګوه او اذانونه اوكړه ، كور ته چې راغلم څه ګورم چې د بي بي مې نيم مرض ختم شوے وو. د دې نه مخكښې ورته سرسام (يعنې داسې بيماري چې د هغې په وجه په دماغو كښې زخم پدا کيږي هغه ورته) شوے وو او ژبه ئې د لرګي په شان كلكه شوي وه ، شپږ مياشتې ئې طبيعت خراب وو اوس د هغه مرض نه هُم ټيك شوي ده.[1]  

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]   حیاتِ اعلیٰ حضرت ، ج۱ ، ص۱۶۶ ، کشمیرانٹرنیشنل ، لاہور ، ملخصاً ، تغیرا