Book Name:Karamat e AalaHazrat

شوي دي يعني هغوئي ته د مرګ په وخت كښې كلمه طيبه لوستل هم نصيب شوي دي او د اوګږدے مودے نه پس چې کله د څه شرعي عُذر په وجه د هغوئي قبرونه کولاؤ شوي دي نو د هغوئى بدنونه او كفنونه سلامت وو او د قبرونو نه ئې ډيره ښكلي خوشبوئي راتلله. كه تاسو د چا مُريد نه ئې نو د شيخِ طريقت اميرِ اهلِسُنَّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په مريدانو كښې شامل شئ. الله پاك دې مونږ ټولو ته د غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بلكه د ټولو اولياءُ الله سره د رښتيني محبت او عقيدت ساتلو توفيق رانصيب كړي.

صاحبِ مزار سره بالمُشافه ملاقات

     يو ځل اعلٰى حضرت امام اهلسُنَّت شاه احمد رضا خان  رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پِيلي بهِيت ته تشريف يوړلو. هلته ئې د حضرت مولانا شاه وَصِى احمد صاحب سورتي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په كور كښې قيام اوفرمائيلو. اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مُحَدِّث سُورتي ته اوفرمائيل : مونږ ته بِشارت شوے دے چې د شاه كليمُ الله ولي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار ته لاړ شو. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مونږ ته فرمائي چې زمونږ مزار ته تشريف راوړئ. اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره مُحَدِّث سُورتي صاحب او نور طلبۀ كرام د هغوئى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار ته لاړل. چې كله هلته اورسيدل نو اوئي ليدل چې د مزار شريف دروازے برسيره دي او د دروازے په درشل كښې يو مار پروت دے. اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د مزار خوا ته نِزدے اورسيدلو نو مار دننه لاړو. 

     اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم دننه تشريف يوړلو. محدث سُورتي او طلبه كرامو هم