Book Name:Karamat e AalaHazrat

راوستل يقيناً د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه كرامت دے او داسې به ولے نه وي چې الله پاك خپلو اولياؤ ته دا اوچت شان عطا كړے دے چې كله هم په يو مشكل كښې هغوئي ياد کړے شي يا د هغوئى په وسيله دُعا اوغوښتلے شي نو هغوئى د الله پاك په عطا سره د خپلو عقيدتمندو مدد هم كوي او د هغوئي حاجت هم پوره كوي.

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! كراماتِ اولياء حق دي. اَميرِ اهلسنت ، بانئ دعوتِ اسلامي حضرت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ فرمائي : د نبوت د زمانے نه تر دې وخته پورې هيڅ كله هم اَهلِ حق په دې مسئله كښې اختلاف نه دے كړے ، د ټولو مُتَّفِقه عقيده ده چې د صحابه كرامو او اوليائے كرامو كرامات حق دي او په هره زمانه كښې د الله والؤ كرامات ظاهِر شوي دي او اِنْ شَــآءالـلّٰـه تر قيامته پورې به دا سلسله جاري وي او هميشه به د اولياءُ الله نه كرامتونه ظاهريږي.[1] ځكه چې د كراماتو ذكر په قرآن كريم كښې موجود دے څنګه چې حضرت مريم رَضِیَ الله عَنْها له د بے موسمه ميوو راتلل د هغې رَضِیَ اللهُ عَنْهَا كرامت وو. په قرآن پاك كښې دي :

كُلَّمَا دَخَلَ عَلَیْهَا زَكَرِیَّا الْمِحْرَابَۙ-وَجَدَ عِنْدَهَا رِزْقًاۚ-قَالَ یٰمَرْیَمُ اَنّٰى لَكِ هٰذَاؕ-قَالَتْ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِؕ-اِنَّ اللّٰهَ

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : چې كله به زَکَرِیَّا د هغې خوا ته د هغې د لمَانځه ځائے ته ورغلو نو د هغې خوا ته به ئې نوے رزق ليدلو ، اوئې وئيل : اے مریم دا تا له د كوم ځائے نه راغلے دے ،


 

 



[1]   کراماتِ فاروقِ اعظم ، ص۸