Book Name:Iman ke Salamti

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو واوريدل چه اَصحابِ  كَهْف ته د خپل اِيمان د حفاظت څومره فِكر وو چه هغوئي د دَقْيانُوس بادشاه له طرفه د غيرِ خدا د عبادت كولو دعوت په لته اووهلو او د هغه د ظُلم او جبر نه د بچ كيدلو او په اِيمان باندے د ثابت قدمه اوسيدلو د پاره غار ته ننوتل، هم دا وجه وه چه الله پاك په هغوئي كرم اوكړو، يعني د الله رحمت هغوئي ته متوجه شو، او د دريو صدو  نه زىاته موده پورے د الله پاك په حفظ و امان كښے اوسيدل، د دومره زمانو تيريدلو باوجود  په هغوئي هيڅ اثر نه وو شوے، د هغوئي په حق كښے لكه وخت چه اودريدلے وو، 309 كاله پس  چه كله بيدار شو نو هم هغه شان ځلمي او ترو تازه وو او دغسے الله پاك هغوئي ته خپله عجيبه نښه وئيلي ده.

د دے واقعے نه مونږ ته څه درس حاصل شو؟

      مُفَسِّرِ قرآن، حضرت مُفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اَصحابِ  كَهْف د واقعے په باره كښے ليكي چه د دے واقعے نه مونږ ته دوه مسئلے معلومي شوے،

      يوه دا چه كَرامتِ اولياء برحق دے، اَصحابِ  كَهْف د بَنِي اسرائيل اولياء دي، د هغوئي د څه خوراك څښاك نه بغير دومره موده ژوندي اوسيدل كَرامت دے.

      بله دا چه د وَلِي كَرامت په اُودو هُم ظاهريدے شي، او د وفات نه پس هُم ظاهريدے شي.

      د هغه اولياء بدنونه د خاورو نه خوړل دا هُم كَرامَتِ اوليا دے. (نورا لعرفان، ص ٤٦٩)