Book Name:Iman ke Salamti

د بدے خاتِمے څلور اسباب

     په شَرحُ الصُّدُور كښے دي، بعضې عُلماءِ كِرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهِم فرمائي چه: د بدے خاتِمے څلور اسباب دي. (١) په لـمانځه كښ سستي كول (٢) شراب څښل (٣) د مور او پلار نافرماني کول (٤) مسلمانانو ته تكليف وركول. (شَرْحُ الصُّدُور ص٢٧ دار الكتب العلمية بيروت)

      اَمِیرِ اهلسنّت، حضرتِ علّامه مَولانا محمد الیاس عطّار قادِری دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   فرمائي: بد صحبت د ايمان د پاره ډير خطرناك دے خو افسوس! مونږه د بدو دوستانو د صحبت نه ځان نه خلاصوو، د ګپ شَپ مجلسونو نه ځان نه ساتو، د ټوقو ټقالو، خنداګانو او غير سنجيده عادتونو نه ځان نه خلاصوو. آه! [د بعضے خلقو په ژوند كښے] د بد صحبت سپيروالے داسے غالِب شوے دے چه د يو ساعت د پاره ئے په تنهائي كښے ذِكْرُ الله كولو ته زړه نه كيږي، د ايمان حفاظت اګرچه غواړي خو بيا هم د دے د پاره بد دوستان نه پريږدي بلكه د هيڅ قِسمه قربانئ كولو هِمَّت نه لري. ياد ساتئ! بد دوست د ايمان د پاره د نقصان سبب جوړيدے شي. زمونږ د خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: انسان د خپل دوست په دين باندے وي، هغه له دا كتل پكار دي چه د چا سره دوستي كوي. ([1])

     صحبت بهرحال اثر كوي، د ښو خلقو صحبت په دُنيا او آخرت كښے د خوش بختئ سبب جوړيږي او دبدو خلقو دوستي په دُنيا او آخرت كښے د بدبختئ سبب جوړيدے شي څنګه چه


 

 



[1]  مسند امام احمد ، مسند ابی ہریرۃ، ۳/۱۶۸، حدیث :۸۰۳۴