Book Name:Iman ke Salamti

رُوم) په زمكه ”اُفسُوس“ نومے ښار آباد وو دا ښار د دَقْيانُوس بادشاه په حكومت كښے شامل وو. دَقْيانُوس به پخپله هم د غيرِ خدا عبادت كولو او خلق به ئے هم په دے مجبورول، چا به چه انكار كولو نو په هغه به ئے ظُلم كولو او عبرتناكه سزا به ئے وركوله. ايمان والا به د هغه د ظُلم نه بچ كيدلو د پاره پټ پټ ګرځيدل او خپل اِيمان به ئے ترينه ساتلو. د ايمان والؤ يوے عِزَّتمندے ډلے دا ويره لرله چه هسے نه مونږ يوه ورځ د دَقْيانُوس په لاس ورشو او هغه مونږه د غيرِ خدا په عبادت كولو مجبوره كړي، د دے خطرے په وجه هغوئي د هغه ښار پريښودلو فيصله اوكړه او د هغه ځائے نه روان شو، په لاره كښے د هغوئي ملاقات يو شپونكي سره اوشو چه هغه هُم د خپل ايمان بچ كولو د پاره د ښار نه بَهَر وتلو د پاره روان وو، هغه سره يو سپے هم وو، هغه شپونكے او سپے هم دوئي سره شو. په لاره كښے موجود يو غار ئے خپل د اوسيدلو ځائے مقرر كړو او هلته د آرام د پاره څملاستل، په غار كښے څملاستلو نه پس هغوئي سره ډير عجيبه واقعات پيښ شو: (1) هغوئي په غار كښے درے سوه او نهه (309) كاله اوده وو. درے سوه او نهه (309) كاله پس چه د الله پاك په حكم هغوئي رابيدار شولو، نو د هغوئي بدنونه هُم سلامت وو او د هغوئي جامے، پيسے تر دے چه سپے ئے هم سلامت وو. (2) هغوئي په غار كښے اوده وو خو چا به چه ليدل نو هغه ته به بيدار ښكاريدل. (3) د الله پاك په حكم به لمَر د راختلو په وخت كښے د غار ښي طرف ته كيدلو او د پريوتلو په وخت كښے به ګڅ طرف ته كيدلو، دغسے هغه نيك بندګان د غار په ښكاره