Book Name:Safai Ki Ahammiyyat

شو نو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه [په سر كښې] د لارے ويستلو په طور دوه حِصَّو كښې كړل ٭ دا د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بدن مبارك نظافت وو چه كله هُم د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مبارك بدن مچ نه دے ناست شوے. (الشفاءبتعریف حقوق المصطفٰی فصل ومن ذالک ماظہر من الآیات عند مولدہ ،۱ /۳۶۸)

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مبارك ژوند دا انداز مونږ ته دعوت راكوي چه مونږه هُم د صفائي سُترائي خيال ساتو،قرآنِ پاك كښې هُم د صفا سُترا اوسيدلو ترغيب دے، چنانچه الله تَبارَكَ وَ تَعَالٰى ارشادِ فرمائي:

اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ التَّوَّابِیْنَ وَ یُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِیْنَ(۲۲۲) (پ2،البقرہ:222)           

مفهوم ترجمۂ کنزالایمان: بے شكه الله خوښوي ډير توبه كوونكي، او خوښوي سُتره [اوسيدونكي]

     او په احاديثِ مباركه كښے هم مختلفو مقاماتو كښے د صفائي او سُترائي اهميت ښودلے شوے دے. راځئ په دے باره كښے ووه احاديثِ مبارَكه واورو: چنانچه

په احاديثِ مباركه كښے د صفائي اَهَمِّيَّت

     (١) سركارِ نامدار، مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: اَلطُّھُوْرُ نِصْفُ الْاِیْمَانِ  صفائي نيم اِيمان دے. (مسند احمد، مسند الکوفیین،۶/۳۵۸،حدیث:۱۸۳۱۵ملتقطاً)

     (٢) د اللھ پاك خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: بےشكه اسلام صفا سُتره (دِين) دے نو تاسو هم صفائي سُترائي حاصلوئ ځكه چه جَنَّت ته به صرف صفا سُتره اوسيدونكے داخليږي.       (کنز العمال،كتاب الطهارة،الباب الاول فی فضل الطہارۃ ،جز۹، ۵/۱۲۳،حدیث:۲۵۹۹۶)