Book Name:Safai Ki Ahammiyyat

بِهترينه حُلَّه (يعني جَنَّتي جوړا) ئے اغوستي ده او د شِيراز د جامِع مسجد په مِحراب كښې ولاړ دے. خوب ليدونكي ترينه د حال تپوس اوكړو نو اوئے فرمائيل: ”الله تعالٰى زه اُوبخښلم، كرم ئے راباندے اوكړو او تاج ئے را په سر كړو او جَنَّت كښې ئے داخل كړم.“ تپوس ئے ترينه اوكړو چه په څه سبب؟ اوئے فرمائيل: ”ما به په تاجدارِ مدينه صَلَّى  اللهُ   تَعَالٰى  عَلَيْهِ   وَاٰلِهٖ   وَ سَلَّم باندے كثرت سره دُرُود شريف لوستلو هُم دا عمل مے پكار راغے.“

(اَلْقَوْلُ البَدِيع ص٢٥٤،٤٨٦)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      مُحترمو اسلامي ورونړو! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښے ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ”نِيَّةُ الْمُؤْمِنِ خَيْرٌمِّنْ عَمَلِهٖ“ [يعني] د مُسلمان نِيَّت د هغه د عمل نه بهتر دے.[1]

مَدَني ګل: نيك او جائز كار كښے چه څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.

د بيان اوريدلو  نيتونه

      ٭ ښو ښو نِيَّتونو سره د شروع نه تر آخرے پورے بيان واورئ ٭ پوره تَوجُّه سره د بيان اوريدلو نِيَّت اوكړئ ٭ كه قلم او ډائري لرئ نو د اَهَمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هُم اوكړئ.

صَـلُّـوْا  عَلَـی الْحَبِیْب!                                                 صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! دِینِ اسلام د صفائی درس وركوي، يعني د بدن


 

 



[1]  (معجم ِ كَبِير سهل بِن سعد الساعدى...الخ، ٦/١٨٥، حديث ٥٩٤٢)