Book Name:Safai Ki Ahammiyyat
نښتي وو، د لاسونو نه وِينځلو په وجه خوراك سره هغه زهر د ډرائيور خيټے ته لاړل او د هغه د سمدستي مرګ سبب جوړ شو. (فیضانِ سنت، ص ۱۸۷)
اللہ کی رَحمت سے سُنّت میں شَرافت ہے
سر کا ر کی سنّت میں ہم سب کی حفاظت ہے
د الله رَحمت دے په سنَّت كښے شرافت دے
د حُضور په سُنّت كښے زمونږ د ټولو حِفاظت دے
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو واوريدل چه د انساني صحت د پاره صفائي څومره ضروري ده او د صفائي خيال نه ساتلو څومره خطرناكه نتيجه كيدے شي، ډرائيور په زَهرو ككړ لاسونه د نه وينځلو په وجه مړ شو، كه مونږه خپل ځان د هلاكت او بربادئ نه بچ كول غواړو، كه مونږه د بيمارو نه بچ كيدل غواړو، كه مونږ د جراثيمو د حملو نه بچ كيدل غواړو. كه خپل صحت غنيمت ګنړو، كه د ډاكټرانو او حكيمانو د فيسونه نه نه ځان بچ كول غواړو، كه په هسپتال كښے داخليدلو نه ځان بچ ساتل غواړو نو مونږ له پكار دي چه د صفا سُترا اوسيدلو هر ممكن كوشش كوو، ځكه چه ګندګي د انساني صحت دُښمنه ده، ګندګي انسان د وخت نه مخكښے بوډا كوي، ګندګئ سره بيماريانے پيدا كيږي، ګندګي د مرګ خطره ده. ګندګي انسان د ډاكټرانو او دوايانو محتاجه كوي، ګندګئ سره څيزونه زر زړيږي. ګندګئ سره ماشي پيدا كيږي، ګندګي په ديني كارونو كښے د ركاوټ سبب جوړيږي، ګنده اوسيدلو سره په مُعاشره كښے د بنده عزت ختميږي، ګندا اوسيدونكي نه څوك نه متاثره كيږي،