Book Name:Safai Ki Ahammiyyat

ساتئ او د خپلو سورلو خيال ساتئ او ستاسو ظاهري شكل و صورت داسے صفا سُتره پكار دے چه كله د خلقو خوا ته ورشئ چه هغوئي ستاسو عِزَّت اوكړي. (جامع صغیر،ص۲۲،حدیث:۲۵۷)

     ياد ساتئ! خپله ذمه واري نه پورا كوونكے كس قصور وار دے خو د داسے حادثاتو د مخ نِيوي د پاره زمونږه اخلاقي ذمه واري جوړيږي چه مونږه د خپل بدن صفا ساتلو سره سره د خپل كور، دُكان، محلے او علاقے هم د صفا سُترا ساتلو كوشش اوكړو، داسے نه ده پكار چه مونږه خپل كور صفا كړو او كچرا په كوڅه كښې واچوو، يا كوڅه صفا ساتلو د پاره  چوك كښې د كچرے ډيران جوړ كړو، هر عقلمند اسلامي ورور  به د دے خبرے سره اتفاق كوي، نو بيا څه وجه ده چه مونږه هره ورځ د دے خلاف كوو، كه بل څوك نه منع كيږي، نو تاسو منع شئ او كچرا هلته اچوئ كوم ځائے ئے چه [د ښار د انتظاميه له طرفه] مقرر دے. آيا دا فرياد د دے قابل نه دے چه په دے غور اوكړے شي، لږ سوچ اوكړئ! (ماہنامہ فیضان مدینہ، فروری2017ملخصاً)

دولس مدني كارونو كښے يو مدني كار ”بعد فجر مَدَني حلقه“

     اے عاشقانِ رسول!  راځئ نور مه ناوخته كوئ! او سمدستي د عاشقانِ رسول مدني تحريك دعوتِ اسلامي سره تړون اوكړئ او د ذِيلي حلقے دولسو مدني كارونو كښے د يو مَدَني كار ذِمَّه دارئ واخلئ او د ډيرو ثوابونو حقدار جوړ شئ.

      د ذيلي حلقے په دولسو مدني كارونو كښے يو مدني كار ”بعد فجر مَدَني حلقه“ هم ده. چه په هغے كښے د سحر لمَانځه نه پس هره ورځ د دريو آياتو تلاوت او ترجَمه