Book Name:Safai Ki Ahammiyyat

اِشراق و څاښت د نوافِلو ادا كولو موقع نصيب كيږي، ٭ بعد فجر مَدَني حلقه كښے د بُزرګانِ دين رَحِمَهُمُ الـلّٰـهُ عَلَيْهِم اَجْمَعِين په ذِكرِ خير باندے د مشتملے شجره شريف لوستلو او اوريدلو شرف حاصليږي او د بُزرګانِ دين رَحِمَهُمُ الـلّٰـهُ عَلَيْهِم اَجْمَعِين  تذكِره كول د رحمت باعِث دي، چنانچه حضرت سُفيان بن عُيَيْنَه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د نيكو خلقو د تذكرے كولو په وخت كښې رحمت نازليږي. (حلیۃ الاولیاء،سفیان بن عیینہ، ۷ / ۳۳۵، رقم:۱۰۷۵۰)

     اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ د بُزرګانِ دين په ذِكر خير باندے مشتملے د دے شجره مباركه په بركت د ډيرو عاشقانِ رسول وران كارونه سم شوي دي. راځئ چه د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے واورو او د شجره شريف په پابندئ سره د لوستلو نيت اوكړو. چنانچه

     ويزے مِلاؤ شوے

     يو اسلامي ورور تقريباً 14 كالو نه په بَهَر وطن كښے دے او شپږو كالو نه د دعوتِ اسلامي مدني ماحول سره تعلق لري. هلته ئے خپل كاروبار دے. هغه ته يو ځل په خپله كارخانه كښے د كاريګرو ضرورت پيښ شو. هغه د ويزو د پاره څو څو ځله درخواستونه جمع كړل، خو د ډيرو كوششونو باوُجود ورته ويزے مِلاو نه شوے. دے دوران كښے څو كاله داسے تير شو، هغه ډير پريشانه وو ځكه چه د كاريګرو نه ملاويدلو په وجه د هغه نقصان كيدو. خير هغه هِمَّت اوكړو او يو ځل ئے بيا درخواست جمع كړو. دے دوران كښے يو اسلامي ورور هغه ته د ”شجره قادريه رَضَوِيَّه ضيائيه عطاريه“ نه د شجره عاليه دُعائيه اشعارو لوستلو مشوره وركړه. هغه د شجرے شريفے نه دُعائيه اشعار پابندئ سره لوستل شروع كړل. اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه! د حيرانتيا خبره ده چه د شجره قادِريه رَضَوِيَّه ضيائيه