Book Name:Safai Ki Ahammiyyat
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښے د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښے زما سره وي.‘‘ (ابنِ عساكر ج٩ ص ٣٤٣)
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مے دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښے مے خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چه د اميرِ اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د رسالے ”163 مدني ګلونه“ نه د مسواك سنتونه او آداب واورو. اوَّل دوه فرامينِ مصطفٰى صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّم واورئ:
(1) خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: دوه رکعاته د مسواک کولو سره کول د مِسواک نه بغير د 70 رکعاتو نه افضل دي. (التَّرغِيب والتَّرهِيب ج 1 ص 102 حديث18) (2) ارشاد فرمائى: د مِسواک اِستعمال د ځان د پاره لازِم کړئ ځکه چه په دے کښے د خُلے صفائي (ده او دا) د رَبّ تعالٰى د رضا سبب دے. (مُسند اِمام احمد بن حنبل ج 2 ص 438 حديث 5869) ٭ د حضرت سَيِّدنا اِبنِ عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا نه رِوايت دے: په مِسواک کښے لس صفتونه دي: خُله پاکوي، ورئ مضبوطوي، نظر تيزوي، بلغم لرے کوي، د خُلے بدبوئ ختموي، د سُنّت موافِق دے، فرِښتے پرے خوشحاليږي، ربّ پرے راضي کيږي، نيکي زياتوي او معده صحيح کوي. (جَمعُ الجَوَامِع لِلسُّيُّوطـى ج 5 ص 249 حديث 14867) ٭ سيِّدنا امام شافِعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه