Book Name:Safai Ki Ahammiyyat

ګنده اوسيدلو والا هيڅ كله ترقي نه شي كولے، ګندا اوسيدونكے په احساسِ كمترئ كښے اخته كيږي، الغرض ګندګي د ډيرو خرابيانو مجموعه ده، او ګنده اوسيدونكے انسان د صِفَت لائق نه وي.

     د بيان شوي واقعے نه دا نكته هم معلومه شوه! ٭ چه كله هم خوراك كول غواړئ نو ضرور د طعام اودس كول پكار دي ٭  د طعام د اودس نه مُراد په ښه طريقه لاسونه او د خُلے مخكښنئ حصه وينځل دي او ٭ د خُلے دننه حِصَّه هم وينځل پكار دي، ځكه چه مونږه هره ورځ په دے لاسونو ډير كارونه كوو، چه د هغے په سبب خيرے او بے شميره جراثيم زمونږ  لاسونو پورے اُونښلي. اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ د طعام د اودس كولو په بركت زمونږه د لاسونو او خُلے صفائي هُم كيږي او مونږه د ډيرو بيمارو او جراثيمو نه هم محفوظه كيږو. په احاديثِ مباركه كښے خو باقاعده  د دے ترغيب هم موجود دے. راځئ چه د ترغيب د پاره پينځه فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورو: چنانچه

د طعام نه مخكښې او وروستو د اودس كولو فضائل

     (1) زمونږه خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: د خوراك كولو نه مخكښے او وروسته اودس كول [يعني لاسونه او خُله] وينځل محتاجي لرے كوي او دا د رسولانو عَلیھمُ السَّلَام د سُنَّتو نه دي. (معجم اوسط ،۵/۲۳۱،حدیث:۶۶ ۱ ۷)

     (2) خوږ مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: څوك چه دا خوښوي چه الـلّٰـه تَعَالٰى د هغه په كور كښې خير زيات كړي نو چه كله طعام حاضِر كړے شي، اودس دِ اوكړي او