Book Name:Safai Ki Ahammiyyat

افسوسناكه حادثه

     يو ځل د كراچئ په علاقه كهډّا ماركيټ كښے د شپے د كچرے په يو ډيران كښے  اور اولګيدو او د هغے د لوګي په وجه د يو عِمارت په وړومبي منزِل كښې د ساه بنديدو په وجه د ووو [7] كالو آمنه، د درے كالو ايان او د يو كال عبدالعزيز په حق اورسيدل او د هغه ماشومانو مور ئے په سخت حالت كښے په آئي. سي، يو كښے داخله كړي وه. الله پاك دِ د هغه ماشومان مور و پلار او نورو خپلوانو ته صبر وركړي او په صبر كولو دِ اجرِ عظيم وركړي. (اٰمين) د كچرے ډيري ته اور كه چا قَصداً [يعني اِرادَتاً] لګولے وي او كه د چا نه غلطئ كښې لګيدلے وي، خو بهرحال يو خاندان خو په غټ غم كښے اخته شو. د ګلونو په شان درے واړه واړه ماشومان مړه شو او د خوشحالو نه ډك كور په خفګان كښې اخته شو. د دے حادثے ذمه وار به څوك وي؟ د محلے خلق چه هغوئي د كچرے دا ډيران جوړكړے وو يا د صفائي نوكران چه هره مياشت تنخواه اخلي او د صفائى كولو ذِمَّه واري نه پوره كوي. دا نوكران څو څو هفتے صفائي كولو د پاره نه راځي، او چه كله داسے حادثه پيښه شي نو د خپلے غلطئ تسليمولو په ځائے په نورو باندے الزام اولګوي او خپل ځان خلاص كړي.

     په ښارونو كښے ځائے په ځائے د ګټرو نه اوبه بهيدل او ځائے په ځائے د كچرے ډيرانونه دے خبرے ته اشاره كوي چه مونږه مجموعي طور د صفائي سُترائي په معامله كښے په اسلامي احكاماتو باندے عمل كول پريښودي دي. نبـي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے دے: كوم لباس [يعني جامے] چه تاسو اغوندئ هغه صفا سُترا