Book Name:Safai Ki Ahammiyyat

صفائي سرہ لباس هُم صفا سُتره وي ځكه چه ناپاكي په عبادت كښې د رُكاوټ سره سره د جراثيمو پيدا كيدو سبب هُم جوړيږي. هُم دغسے اسلام د باطِن د صفائي درس ھم ورکوی او دا ”د باطِن صفائي صرف د اسلامی تعلیماتو حِصَّه ده.

      زمونږ د نن بيان موضوع ده ”د صفائی اَهَمِّيَّت، د نن په بيان كښې به مونږه اورو چه څه څيز د ډرائيور د مرګ سبب جوړ شو؟ د ګندګئ څه څه نقصانونه دي؟ او ګنده اوسيدونكے كس په كومو كومو څيزونو كښے اخته كيږي؟ د صفائي په باره كښے اسلام مونږ ته څه تعليم ارشاد فرمائيلے دے؟ په قرآن و حديث كښے د صفائي څه اهميت بيان شوے دے؟ د طعام خوړلو نه مخكښے او وروسته د لاسونو او خُلے وينځلو څه بركتونه دي؟ په ډيران كښے لګيدلي اور څومره تباهي اوكړه؟ د زړه صفائي څومره ضروري ده؟ دا ټول څيزونه به اِنْ شَآءَ الله د نن په بيان كښے اورو. الله پاك دِ مونږ ته ټول بيان د ښو ښو نيتونو او پوره تَوجُّه سره د اوريدلو توفیق رانصيب كړي. آمِیْنْ بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْنْ صَلَّی اللّٰہُ عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّم

د ډرائيور عجيبه مرګ

وائي چه يو  ټرك ډرائيور په هوټل كښے طعام اوخوړو او د خوراك نه فوراً پس په ارغښتو ارغښتو مړ شو. نورو ډيرو خلقو هم په هغه هوټل كښے طعام خوړلے وو خو په بل چا هيڅ هم اُو نه شو. تحقيقات شروع شو نو چا اووئيل چه طعام خوړلو نه مخكښے دے ډرائيور د هوټل خوا ته د ټرك ټائِرونه چيك كړي وو او بيا ئے د لاسو وِينځلو نه بغير طعام اوخوړلو، چه د ټرك ټائِرونه چيك كړے شو نو معلومه شوه چه ټائِر چرے په يو زهرژن مار د پاسه ختلے وو او د هغه زهر په ټائِر باندے خواره شوي وو او بيا هغه د ډرائيور په لاسو پورے