Book Name:Safai Ki Ahammiyyat

مرګ يادولو، د الله پاك د ويرے او عِشقِ مُصطَفىٰ كښې ژړلو سره د زړه صفائي كيږي.

 (مدنی مذاکرہ:20رمضان المبارک 1437ھ/26جون 2016)

د اميرِ اَهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه د اَيپ تعارُف

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د نيكو خلقو په صُحبت كښې اوسيدلو او د نيكئ د خبرو اوريدلو سره هُم زړه صفا كيږي او روحانِيت پيدا كيږي. اَلْحَمْدُ لِلّٰه اميرِ اَهلِسُنَّت حضرت علّامه، مَولانا محمّد اِلياس عطّار قادِري رَضَوي دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه په دے دَور كښې يادګارِ اسلاف شخصِيَت دے. ولے چه هغوئي پخپله خوفِ خُدا لرونكے او شريعت باندے عمل كوونكے هستي ده، لِـهذا د هغوئي د ملفوظاتو او كِردار نه د مُتأَثِّره كيدو په وجه د ډيرو خلقو په زړونو كښې د خوفِ خُدا شمع روښانه شوي ده. د هغوئي ملفوظات نن هُم د خلقو د زړونه دُنيا بدلوي. اَلْحَمْدُ لِلّٰه د دعوتِ اسلامي  يوے شُعبے آئي ټِـي د اميرِ اَهلِسُنَّت موبائل ايپليكيشن د ”مولانا اِلياس قادِري په نوم لاؤنچ كړے دے. چه په هغے كښې د اميرِ اَهلِسُنَّت تعارُف، د هغوئي د مُرِيد جوړيدلو سهولت، د هغوئي وِيډيو آډيو كلِپس او د مختلفو كتابونو او رسالو سهولت موجود دے. په خپل موبائل كښې دا اَيپ انسټال كړئ او د اَميرِ اَهلِسُنَّت بَرَكتونه واخلئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

اللہ کرم ایسا کرے تجھ پہ جہاں میں       اے دعوتِ اسلامی تیری دھوم مچی ہو

اللھ  دِ  کرم  اوکړي  په  تا  داسے  په  جهان كښې

اے دعوتِ اسلامي خُدائے دِ عام كړه په هر ځائے

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                        صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد