Book Name:Hazrat Usman-e-Ghani Ki Shan

(يعني لاس مِلاو كړي) او نبي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) باندې دُرُودِ پاك اوليږي نو د هغوئي د جُدا كيدو نه مخكښې د دواړو تير شوي او راروان ګُناهونه معاف كړے شي.

(مسند ابی یعلی،مسندانس بن مالک، ۳/ ۹۵،حدیث۲۹۵۱)

صَـلُّـوْا  عَلَـی الْحَبِیْب!                                                                                            صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد

      مُحترمو اسلامي ورونړو! ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ”نِيَّةُ الْمُؤْمِنِ خَيْرٌمِّنْ عَمَلِهٖ“ د مُسلمان نِيَّت د هغه د عمل نه بهتر دے.[1]

مَدَني ګل: نيك او جائز كار كښې چه څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.

د بيان اوريدو  نيتونه

     نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. ٭ چه څومره كيدے شو د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت دوزانو [يعني د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې ] كښينم ٭ د بل د پاره ځائے فراخه كولو د پاره به ضرورتاً د خپل ځائے نه خوزيږم ٭ كه د چا په دِيكه وغيره اولګيدم نو د بد بد كتلو، رټلو او بحث كولو په ځائے به صبر كووم. ٭ صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب، اُذْكُرُ الله، تُـوبُـو اِلَـی الله وغيره چه اورم نو د ثواب ګټلو او د آواز لګوونكو د زړه ساتلو د پاره به په اوچت آواز باندې جواب وركووم. ٭ د اِجتِماع نه پس به پخپله ورمخكښې كيږم او سَلام و مُصافَحه او اِنفرادي كوشش به كووم.

صَـلُّـوْا  عَلَـی الْحَبِیْب!                                                                                            صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد


 

 



[1]  (معجم ِ كَبِير سهل بِن سعد الساعدى...الخ، ٦/١٨٥، حديث ٥٩٤٢)