Book Name:Hazrat Usman-e-Ghani Ki Shan
3. حُضُورِ اكرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو:”په ورځ د قيامت به د عثمان په شفاعت اويا زره داسې كَسان بے حسابه جنت ته داخل شي په كومو چه جَهنَّم واجب شوے وي. “(ابن عساکر،عثمان بن عفان، ۳۹/۱۲۲، حدیث:۷۹۱۶)
4. خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو:”زما په اُمَّت كښې د ټولو نه زيات د شرم و حيا نمونه او زيات عزت او كرم والا عثمان بن عفان دے.“ (مسندالفردوس ،۱/۲۵۰،حدیث: ۱۷۹۰)
5. خوږ مَدَني آقا ارشاد اوفرمائيلو:”زما په اُمَّت كښې د ټولو نه زيات حياكوونكے انسان عثمان بن عفان دے. (مستدرک ، کتاب معرفۃ الصحابۃ ،باب حبر ھذہ الامۃ عبد اللہ بن عباس ،۴/۶۸۹،الحدیث:۶۳۳۵)
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِیْب! صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد
د حضرت سَيِّدُنا عثمانِ غني رَضِیَ اللّٰه تعالٰى عَنْه عبادات
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه د امير المُؤمنين حضرت سَيِّدُنا عثمانِ غني رَضِیَ اللّٰه تعالٰى عَنْه په باره كښې بيان اوريدلو. د هغوئي رَضِیَ اللّٰہُ تعالٰى عَنْه د پاك سيرت يو روښانه ډډه دا هم ده چه هغوئي به ټوله شپه په سجده او قيام كښې تيروله، كله به د هغوئي شپے په تلاوتِ قرآن كښې تيريدلې او كله به د سجدو او قيام په حالت كښې. راځئ چه د رَغبت حاصلولو د پاره د حضرت سَيِّدُنا عثمانِ غني رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه د عبادت او تلاوت د شوق واقعات واورو:
1. حضرت سَيِّدُنا زُبير بن عبدالله رحمةُ اللّٰهِ تعالٰى عليْه نه روايت دے چه اَميرُ المُؤمِنِين حضرت سَيِّدُنا عثمانِ غني رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه به هميشه روژے نيولې او د شپے په وړومبئ حصه كښې به ئې لږ ارام كولو بيا به ئې ټوله شپه په عبادت كښې تيروله.
(مصنف ابن ابی شیبۃ،کتاب صلاۃ التطوع۔۔۔الخ،باب من کان یامر…الخ،۲/۱۷۳، حدیث:۶)