Book Name:Hazrat Usman-e-Ghani Ki Shan

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : نو هغه خلق چه په دې نبي ايمان راوړي او تعظيم ئې اوكړي او مدد ئې اوكړي او د هٰغه نُور تابعداري اوكړي كوم چه هغه سره نازل كړے شو نو هُم هغه خلق كاميابئ ته رسيدونكي دي. (تفسیرصراط الجنان، پ۲۶، الفتح ، تحت الآیۃ: ۹،۹/۳۴۷)

      د دې حكايت نه دا هُم معلومه شوه چه صحابۀ كرام عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان اُمَّت ته تعظيمِ مُصطَفىٰ ښودونكي دي، بلكه تر قيامته پورې چه د تعظيمِ مُصطَفىٰ څومره طريقے وي او د شريعت سره ډغره نه خوري، هغه خوښے كړے شوي دي، لكه څنګه چه حضرتِ سَيِّدُنا اِمام مالِك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د تعظيمِ مُصطَفىٰ د پاره په مدينۀ مُنَوَّره كښې په څاروي سوَرلي اونكړه.

       په دې كښې شك نشته چه چا ته حقيقي عشق نصيب شي نو هغه ته د عِشق د اِظهار طريقے هم يادې شي. او د صحابه كرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوَان نه بل غټ عاشقِ رسول څوك كيدے شي؟ هر صحابي په خپل ځائے د اُلفتِ رسول او محبتِ رسول روښانه ستورے وو. د عشقِ رسول چه كوم انداز هٰغه مُقَدَّسو هستيانو پيش كړے دے د هغے هيڅ مثال نشته. هُم دا وجه ده چه كوم شان او عظمت هغوئي ته نصيب شوے دے هغه يو غيرِ صحابي ته هُم نه شي نصيب كيدے. زمونږ د خوږ آقا مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ عاليشان دے: ستاسو د غر همره سره زر خيرات كول زما د يو صحابي د پينځه پاوه وربشو خيرات كولو بلكه د هغے د نيمې برابر  هم نه شي كيدے.

 (بخاری، کتاب فضائل اصحاب النبی،باب قول النبی لو کنت متخذا خلیلا، ۲ /۵۲۲،حدیث: ۳۶۷۳ملخصاً) 

د صحابه كرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوَان خدمات

     مُحترمو او خوږو اسلامي ورونړوواقعي د صحابه كرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوَان شان داسې بيمثاله دے چه څوك د هغوئي مقام  او مرتبے ته نه شي رسيدے. ٭ دا هٰغه هستيانے دي چه د