Book Name:Hazrat Usman-e-Ghani Ki Shan
يوه ورځ يو كس راغلو نو حُضُورِ اَنور صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه د خپل ځان او صِدِّیقِ اکبر رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُ په مينځ كښې كښينولو، دې باندې صَحابَۀ کرام رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُم حيران شو چه دا څوك ذِی مَرتبه [يعني اوچتې مرتبے والا] دے! چه كله هغه لاړو نو سرکارِ مدينه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: دے چه كله په ما باندې دُرُودِ پاك لوَلي نو داسې ئې لوَلي.[1]
اَللّٰہُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّاَنْزِلْہُ الْمَقْعَدَ الْمُقَرَّبَ عِنْدَکَ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ
د شفِيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانِ مُعَظَّم دے: څوك چه داسې دُرود شريف اولوَلي، د هغه د پاره زما شفاعت واجب شي.[2]
(1) د يو زر ورځو نيكئ:
جَزَی اللّٰہُ عَنَّا مُحَمَّدًا مَا ھُوَ اَھْلُہٗ
حضرتِ سَیِّدُنا ابنِ عباس رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُمَا نه رِوايت دے چه سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د دې د لوستونكي د پاره فرښتے يو زر ورځو پورې نيكئ ليكي.[3]
(2) داسې ده لكه شبِ قدر ئې چه حاصل کړو
فرمانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: چا چه دا دُعا درې ځله اولوستله نو لكه هغه چه