Book Name:Hazrat Usman-e-Ghani Ki Shan
پسِ مَرگ اے اعظمی! یہ دُعا ہے بنوں میں غُبارِ مزارِ صحابہ
(کراماتِ صحابہ، ص۳۰)
هر صحابيِ نبي ***** جَنَّتي جَنَّتي هرصحابيِ نبي *****جَنَّتي جَنَّتي
څلور ياران د نبي***** جَنَّتي جَنَّتي ابوبكر و عمر***** جَنَّتي جَنَّتي
عثمانِ غني ***** جَنَّتي جَنَّتي فاطمه او علي***** جَنَّتي جَنَّتي
حسن او حُسين هم***** جَنَّتي جَنَّتي هرصحابيِ نبي***** جَنَّتي جَنَّتي
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِیْب! صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد
د حضرت سَيِّدُنا عثمانِ غني رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه شان
خوږو اسلامي ورونړو: مونږه د حضرت سَيِّدُنا عثمانِ غني رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه د سيرت مُتَعَلِّق بيان اوريدلو، د حضرت سَيِّدُنا عثمانِ غني رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه د خدماتو اندازه څوك لګولے شي، د دِين د پاره چه كومې قربانئ هغوئي وركړي دي هغه بس د هغوئي حِصَّه وه. ٭ حضرت سَيِّدُنا عثمانِ غني رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه د هغه خوش نصيبو صحابه كرامو نه دے چا چه د اسلام په شروع شروع كښې ايمان راوړے وو. ٭ حضرت سَيِّدُنا عثمانِ غني رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه دوه ځله د الله په لار كښې د هجرت كولو شرف حاصل كړے وو. ٭ حضرت سَيِّدُنا عثمانِ غني رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه هغه شخصىت دے چا ته چه د جامِعُ القرآن شرف حاصل شوے دے. ٭ حضرت سَيِّدُنا عثمانِ غني رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه دواړو قبلو طرف ته لـمونځ ادا كړے وو. ٭ د حضرت سَيِّدُنا عثمانِ غني رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه نوم په هغه صحابه كرامو كښې دے څوك چه د خپلوانو له طرفه د ډيرو زياتو تكليفونو تيرولو باوجود په اِيمان باندے ثابت قدم پاتي شوي وو. ٭ حضرت سَيِّدُنا عثمانِ غني رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى عَنْه ته دا شَرف حاصل شوے وو چه د خوږ