Book Name:Hazrat Usman-e-Ghani Ki Shan
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ (ابنِ عساكر ج٩ ص ٣٤٣)
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو خوږو اسلامي ورونړو! د شيخِ طريقت امير اهلسنت حضرت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري د رسالے ”163 مدني ګلونه“ نه د مسواك سنتونه او آداب اورو: مخکښې دوه فرامينِ مصطفٰی صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورئ: ٭ دوه رکعاته د مسواک [د اوداسه] سره کول د مِسواک نه بغير د 70 رکعاتو نه افضل دي (التَّرغِيب والتَّرهِيب ج 1 ص 102 حديث18) ٭ د مِسواک اِستعمال د ځان د پاره لازِم کړئ ځکه چه په دي کښې د خُلے صفائي (ده او دا د) رب تعالٰى د رضاسبب دے[1] ٭ حضرتِ سيِّدنا اِبنِ عبّاس رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُما نه رِوايت دے :چه په مِسواک کښې لس صفتونه دي: خُله پاکوي، ورئ مضبوطوي، نظر تيزوي، بلغم لري کوي، د خُلے بدبوئ